ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د کانګو  ناروغۍ خلک اندېښمن کړي

په غزني کې د کانګو ناروغۍ خلک اندېښمن کړي

author avatar
29 Sep 2016 - 16:54
په غزني کې د کانګو  ناروغۍ خلک اندېښمن کړي
author avatar
29 Sep 2016 - 16:54

غزني ښار(پژواک،٨تله۹۵):د غزني د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې يوه ښځه او خاوند يى د کانګو په ناروغۍ اخته شوي او خاوند يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په غزني کې د کانګو ناروغۍ درې پېښې ثبت شوې وې او درېيو واړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د غزني د عامې روغتيا رييسې ضياګل اسفندي د تلې په٨مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې په دې ولايت کې د کانګو دوه نورې تازه پېښې ثبت شوې دي.

د هغې په وينا، په دې پېښو کې يو خاوند او بله يې ښځه ده چې خاوند يې خپل ژوند هم له لاسه ورکړى دى.

دې وويل چې د کانګو په ناروغۍ اخته دغه ښځه اوسمهال د کابل په انتاني روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

 اسفندي زياته کړه: (( دا ډيره خطرناکه ناروغي ده که په هرچا تبه راغله او ستوني يې درد کاوه بايد ژر روغتيايي مرکز ته ځان ورسوي.))

هغې وويل چې په لومړي سر کې د کانګو ناروغۍ مخنيوى شونى دى خو که يې پرمختګ وکړ بيا يې مخنيوى نه کيږي.

اسفندي د غزني له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې له ځانګړو شويو جامو پرته دې څارويو ته  نه نږدې کيږي.

دغه راز د غزني اوسېدونکي هم په دې ولايت کې ددې ناروغې د ډيرېدو له امله اندېښمن شوي دي.

د غزني  ښار  يوه اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل: (( خلک چې حيواناتو ته نږدې نه شي نو څه وکړي، دلته خو د خلکو کار وبار همدا دى نور خو هسې هم خلک وزګاره دي.))

هغه وايي چې د عامې روغتيا وزارت بايد دې ستونزې ته د حل يوه عمومي لار پيدا کړي.

په غزني کې د عامې روغتيا رياست کارکوونکي عبدالواسع پژواک ته وويل چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يو ډول پوډر دي چې بايد وکارول شي.

هغه وويل: (( يو ډول پوډر دي چې په حيواناتو و وهل شي، دغه کنه له منځه وړي خو تراوسه عامې روغتيا او کرنې وزارتونو دغه پوډر موږ ته نه دي راکړي.))

بل لورته د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز ويلي و، “کانګو” يوه جدي روغتيايي موضوع ده، چې دا مهال د يادې ناروغۍ له امله ګڼ شمېر هيوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه زياته کړې وه، د روان کال له پيل راهيسې د ۶۶ پېښو پخلى شوى او ۱۲ تنو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى.

د کانګو ويروس د کريميا کانګو هيمورايتيک فيور په نوم ياديږي چې د لومړي ځل لپاره په ١٩٤٤کال کې د اوکراين هېواد په کريميا ټاپو کې ليدل شوى او وروسته بيا کانګو هيواد کې خپور شو چې له امله يې تر اوسه زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.