تالقان (پژواک، ١٠ تله ٩٥): د تخار پوليسو د وسله والو طالبانو له وسلو ډک يو موټر له چلوونکي سره نيولى دى.
د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي د تلې په ١٠مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې پرون ناوخته پوليسو په تالقانو ښار کې له وسلو ډک يو موټر له يوکس سره نيولى دى.
هغه وايي چې دغه کس غوښتل يادې وسلې په درقد ولسوالۍ کې طالبانو ته انتقال کړي خو د پوليسو له لوري ونيول شو.
د حکيمي په وينا، په دې وسلو کې پيکا، کلاشينکوف او د نورو درنو او سپکو وسلو مرمۍ شاملې دي.
د حکيمي په وينا، دا نه ده څرګنده چې دغه وسلې او مهمات له کوم ځایه دلته راوړل شوي وو خو طالبانو ته لېږدول کېدل.
قوماندان وايي: ((په موټر کې دوه کسان وو چې يو يې موټر چلوونکی و او بل يې د وسلو لېږدوونکی و خو د وسلو لېږدوونکی تښتېدلى دى.))
ده وويل چې د تښتدلي کس د نيولو لپاره د پوليسو هلې ځلې روانې دي.
پر همدې مهال بیا په تالقانو کې د مدني ټولنې غړي عرفان بزګر پژواک ته وويل چې طالبان په سیمو کې له خلکو د عشر او زکات په نامه پيسې اخلي او بيا پر دې پيسو وسلې او مهمات پېري.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې پر طالبانو دې د اکمالاتو ټولې لارې بند کړي.
اوس مهال د تخار ولایت د درقد، ینګي کلا، خواجه غار او اشکمش ولسوالیو په ډېرو برخو طالبان واکمن دي.
login or register a new account.