Language

د لوګر ازرې ته تللې دویمه لاره هم تړل شوې

پل علم (پژواک، ١٠ تله ۹۵): ځايي چارواکي وايي چې د لوګر د ازرې ولسوالۍ دويمه لاره هم د امنيتي ستونزو له امله د خلکو پر مخ تړل شوې ده او خلک يې له ستونزو سره مخ دي.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې څو مياشتې وړاندې د ازرې ولسوالۍ لپاره دويمه لار، د ازرې او د کابل د خاکجبار ولسوالۍ تر منځ جوړه شوه خو له تېرو دوو اونیو راهیسې دغه لار هم تړل شوې ده.

ولسوال زياته کړه: ((څه موده وړاندې امنيتي ځواکونو له دې لارې خپلې پوستې ټولې کړې، اوس خلک د طالبانو او ماينونو له ويرې پر دې لاره تګ راتګ نه شي کولى.))

 حميد وايي چې په دې سيمه کې امنيتي ځواکونو ته پر وخت جنګي وسايل، خوراکي او نور اړين توکي نه رسېدل نو ځکه يې پوستې لرې کړې.

هغه دا هم وويل چې د دې لارې د بندېدو له امله په ازره کې د پراختيايي پروژو کار په ټپه ولاړ دی، ځکه چې د هر ډول اکمالاتو همدا يوه لار وه.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل هم پژواک ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ په دويمه لار کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې دي او خلک پرې تګ راتګ نه شي کولاى.

هغه وایي: ((په ازره کې د نږدې ۳۰ انکشافي پروژو کارونه د ساختماني موادو د نه شتون له امله په ټپه درېدلي، وسله وال طالبان ساختماني شرکتونو ته اجازه نه ورکوي چې پروژو ته مواد انتقال کړي.))

د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو سيمې اوسېدونکي ظریف الله پژواک ته وويل چې د امنيتي ستونزو له امله د ازرې ولسوالۍ ټولې لارې تړل شوې دي.

ده وويل: ((مخکې امنيتي پوستې وې خلک نه ډارېدل خو اوس امنيتي پوستې نشته هېڅوک نه کابل او نه هم پل علم تللى شي.))

ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دغه لارې بېرته د خلکو پر مخ پرانيزي.

خو د لوګر د والي وياند سليم صالح بيا وايي چې ياده لار د خلکو پر مخ پرانيستې ده او خلک کولى شي تګ راتګ پرې وکړي.

ده وويل: ((يواځې د هوا د سړېدو له امله له دې سيمې پوستې لرې شوې دي، نوره لاره خلاصه ده.))

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.