منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر ازرې ته تللې دویمه لاره هم تړل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

پل علم (پژواک، ١٠ تله ۹۵): ځايي چارواکي وايي چې د لوګر د ازرې ولسوالۍ دويمه لاره هم د امنيتي ستونزو له امله د خلکو پر مخ تړل شوې ده او خلک يې له ستونزو سره مخ دي.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې څو مياشتې وړاندې د ازرې ولسوالۍ لپاره دويمه لار، د ازرې او د کابل د خاکجبار ولسوالۍ تر منځ جوړه شوه خو له تېرو دوو اونیو راهیسې دغه لار هم تړل شوې ده.

ولسوال زياته کړه: ((څه موده وړاندې امنيتي ځواکونو له دې لارې خپلې پوستې ټولې کړې، اوس خلک د طالبانو او ماينونو له ويرې پر دې لاره تګ راتګ نه شي کولى.))

 حميد وايي چې په دې سيمه کې امنيتي ځواکونو ته پر وخت جنګي وسايل، خوراکي او نور اړين توکي نه رسېدل نو ځکه يې پوستې لرې کړې.

هغه دا هم وويل چې د دې لارې د بندېدو له امله په ازره کې د پراختيايي پروژو کار په ټپه ولاړ دی، ځکه چې د هر ډول اکمالاتو همدا يوه لار وه.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل هم پژواک ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ په دويمه لار کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې دي او خلک پرې تګ راتګ نه شي کولاى.

هغه وایي: ((په ازره کې د نږدې ۳۰ انکشافي پروژو کارونه د ساختماني موادو د نه شتون له امله په ټپه درېدلي، وسله وال طالبان ساختماني شرکتونو ته اجازه نه ورکوي چې پروژو ته مواد انتقال کړي.))

د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو سيمې اوسېدونکي ظریف الله پژواک ته وويل چې د امنيتي ستونزو له امله د ازرې ولسوالۍ ټولې لارې تړل شوې دي.

ده وويل: ((مخکې امنيتي پوستې وې خلک نه ډارېدل خو اوس امنيتي پوستې نشته هېڅوک نه کابل او نه هم پل علم تللى شي.))

ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دغه لارې بېرته د خلکو پر مخ پرانيزي.

خو د لوګر د والي وياند سليم صالح بيا وايي چې ياده لار د خلکو پر مخ پرانيستې ده او خلک کولى شي تګ راتګ پرې وکړي.

ده وويل: ((يواځې د هوا د سړېدو له امله له دې سيمې پوستې لرې شوې دي، نوره لاره خلاصه ده.))

تر دې وړاندې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي چې دغه ډول لارې طالبان يواځې د امنيتي ځواکونو پر مخ تړي.

هغه ويلي و چې عام خلک پرته له وېرې کولى شي پر دې ډول لارو تګ راتګ وکړي.

د يادونې ده، د ازرې- پل علم تر منځ لويه لار له ١٤ کلونو راهيسې د امنيتي ستونزو له امله تړل شوې ده.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د ننګرهار له لارې کابل ته او بيا يې مرکز پل علم ته سفر کاوه چې په لاره کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېدل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه