ښرنه (پژواک، ١١ تله ٩٥): په پکتيکا کې د نا امنۍ له امله ٣٩ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي چې له امله يې ١٥زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.
د پکتيکا د ډيلي خوشامند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مومن د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالې ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
هغه وايي چې ځيني ښوونځي د نا امنۍ له امله خو ځيني نور بيا د مافيايي کړيو او د پوهنې رياست د بې غورۍ له امله تړل شوي دي.
مومن زياتوي: ((١٤ کاله کېږي چې په دې ولسوالۍ کې مکتبونه تړلي دي، د دې ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکي له زده کړو بې برخې دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ولسوالۍ ٣٤ ښوونځي لري چې د ګوتو په شمېر څو ښوونځي يې د روان کال په پيل کې فعال شول خو د نا څرګندو دلايلو له امله اوس بېرته غير فعاله شوي دي.
دغه راز د دې ولسوالۍ د برمل اوسېدونکي غلام حيدر پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم يو شمېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل دي.
هغه وايي چې د دې ولسوالۍ ځینو ماشومانو د ډيورند له کرښې هاخوا په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کولې.
خو ده وويل چې په انګور اډې سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د دروازې او نورو پوځي تاسيساتو په جوړېدو سره دغه پروسه ټکنۍ شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو په انګور اډې سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري جوړ شوي ټول تاسيسات ونړول.
دغه راز د ډيلې خوشامند ولسوالۍ د چمړۍ کلي یوه اوسېدونکي عبدالصمد پژواک ته وويل: ((زموږ ټول ماشومان له زده کړو پاتې دي، نه کتاب پېژني نه قلم او کله چې بلې سيمې ته لاړ شو نو دوى چې کتابونه، قلم او د ماشومانو پر شا بيکونه وګوري نو حيران ورته پاتې وي.))
ده وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي بېوزلي دي او نه شي کولى چې د بچو د زده کړو لپاره نورو سيمو ته کډه وکړي.
يادو او د دې ولسواليو يو شمېر نورو اوسېدونکو له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP