منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۱ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا ۳۹ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

ښرنه (پژواک، ١١ تله ٩٥): په پکتيکا کې د نا امنۍ له امله ٣٩ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي چې له امله يې ١٥زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

د پکتيکا د ډيلي خوشامند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مومن د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالې ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

هغه وايي چې ځيني ښوونځي د نا امنۍ له امله خو ځيني نور بيا د مافيايي کړيو او د پوهنې رياست د بې غورۍ له امله تړل شوي دي.

مومن زياتوي: ((١٤ کاله کېږي چې په دې ولسوالۍ کې مکتبونه تړلي دي، د دې ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکي له زده کړو بې برخې دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ولسوالۍ ٣٤ ښوونځي لري چې د ګوتو په شمېر څو ښوونځي يې د روان کال په پيل کې فعال شول خو د نا څرګندو دلايلو له امله اوس بېرته غير فعاله شوي دي.

دغه راز د دې ولسوالۍ د برمل اوسېدونکي غلام حيدر پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم يو شمېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل دي.

هغه وايي چې د دې ولسوالۍ ځینو ماشومانو د ډيورند له کرښې هاخوا په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کولې.

خو ده وويل چې په انګور اډې سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د دروازې او نورو پوځي تاسيساتو په جوړېدو سره دغه پروسه ټکنۍ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو په انګور اډې سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري جوړ شوي ټول تاسيسات ونړول.

دغه راز د ډيلې خوشامند ولسوالۍ د چمړۍ کلي یوه اوسېدونکي عبدالصمد پژواک ته وويل: ((زموږ ټول ماشومان له زده کړو پاتې دي، نه کتاب پېژني نه قلم او کله چې بلې سيمې ته لاړ شو نو دوى چې کتابونه، قلم او د ماشومانو پر شا بيکونه وګوري نو حيران ورته پاتې وي.))

ده وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي بېوزلي دي او نه شي کولى چې د بچو د زده کړو لپاره نورو سيمو ته کډه وکړي.

يادو او د دې ولسواليو يو شمېر نورو اوسېدونکو له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د پوهنې رياست سرپرست نسيم واجد پژواک ته وويل چې په پکتيکا کې ۳۹ ښوونځي تړل شوي چې ډېری يې د پکتيکا په ډيله خوشامند او برمل ولسواليو کې دي.

هغه وايې چې د بندو ښوونځيو د خلاصون په موخه د پکتيکا والي د قومي مشرانو، ديني علمانو او ځوانانو يوه ګډه کمېټه جوړه کړې، څو ياد ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بېرته خلاص کړي.

ده وويل چې يادو ښوونځيو د تړل کېدو له امله شاوخوا ١٥زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

خو د پکتيکا والي الياس وحدت پژواک ته وويل چې د تړل شوو ښوونځيو بېرته پرانستل يې په کاري لومړيتوبونو کې دي.

ده وويل: ((د ښوونځيو تړل د راتلونکو نسلونو د وژلو په معنا ده.))

د وحدت په وينا، په بېلابېلو ولسواليو کې قومي مشرانو ورسره ژمنه کړې چې د ښوونځيو په بېرته پرانيستلو کې به ورسره مرسته کوي.

په پکتيکا ولايت کې په ټوليزه توګه ٣٤٧ ښوونيز مرکزونه دي چې له دې شمېر څخه ٦٠ سلنه يې ودانۍ نه لري او ٣٩ يې تړل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه