Language

مزار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ډېروالي خلک له ستونزو سره مخ کړي

مزارشريف (پژواک، ١١تله ۹۵): په بلخ ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو زياتوالي د دغه ولايت د اوسېدونکو ژوند په هر اړخيز ډول له ستونزو سره مخ کړی دی.

د روږدو و په برخه کې کار کوونکي دفتر په ياد ولايت کې د روږدو شمېر له ۲۰۰زره څخه ډېر ښيي، چې پر وړاندې يې دولت د نه کار کولو له امله ګرم بولي.

د بلخ اوسېدونکي وايي چې د روږدو د شمېر د زياتوالي له امله کورنی تاوتريخوالی، د ټولنيز ژوند بې نظمه کېدل او ګروپي غلاوې زياتې شوې دي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي په ښار کې د روږدو و د شمېر د زياتوالي او په واټونو کې په ډله یيزه توګه د هغوی ګرځېدل ستره ستونزه ګڼي.

د خط نو ټولنې مسوول قادر مصباح چې په بلخ ولايت کې يې د روږدو د شمېر او حالت د څرنګوالي په اړه سروې ګانې ترسره کړي، پژواک ته وويل چې له ۲۰۰۹ کال څخه په دغه ښار کې د روږدو د شمېر زياتوالی پيل شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((دم ګړی په بلخ ولايت کې د روږدو شمېر له ۲۰۰زره څخه اوړي.))

هغه وايي چې زيات شمېر روږدي په مزارشريف ښار کې دي چې په واټونو او چوکونو کې په ډله یيزه توګه ګرځي او ټولنيز ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د مصباح د معلوماتو پر بنسټ، د مزارشريف ښار سربېره د بلخ ولايت په نهرشاهي، دولت اباد، چارکند، چمتال، شورتپه او کلدار ولسواليو کې زيات شمېر روږدي شته دي.

نوموړي د روږدو په اړه د خپلو چارو د معلوماتو وړاندې کېدو په ترڅ کې زياته کړه چې په ځينو ولسواليو کې هغه روږدي چې رواني حالت يې يو څه د ډاډ وړ وي، په ستره کچه غلاوې هم کوي.

د هغه په وينا، له چمتال، دولت اباد او نهرشاهي ولسواليو څخه داسې راپورونه لري چې ځينو روږدو په ډليزه توګه د څېرونکو الو په مرسته غلاوې کوي.

هغه په مزارشريف ښار کې د روږدو د شمېر د زياتوالي له امله د سطحي غلاوو د کچې د لوړوالي خبره هم وکړه.

خو د بلخ ولايت امنيتي مسوولين که څه هم په دغه ولايت کې د روږدو د شمېر د زياتوالي په اړه اندېښه لري؛ خو وايي چې دوی يې پر وړاندې خپله مسووليت ترسره کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.