منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مزار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ډېروالي خلک له ستونزو سره مخ کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

مزارشريف (پژواک، ١١تله ۹۵): په بلخ ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو زياتوالي د دغه ولايت د اوسېدونکو ژوند په هر اړخيز ډول له ستونزو سره مخ کړی دی.

د روږدو و په برخه کې کار کوونکي دفتر په ياد ولايت کې د روږدو شمېر له ۲۰۰زره څخه ډېر ښيي، چې پر وړاندې يې دولت د نه کار کولو له امله ګرم بولي.

د بلخ اوسېدونکي وايي چې د روږدو د شمېر د زياتوالي له امله کورنی تاوتريخوالی، د ټولنيز ژوند بې نظمه کېدل او ګروپي غلاوې زياتې شوې دي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي په ښار کې د روږدو و د شمېر د زياتوالي او په واټونو کې په ډله یيزه توګه د هغوی ګرځېدل ستره ستونزه ګڼي.

د خط نو ټولنې مسوول قادر مصباح چې په بلخ ولايت کې يې د روږدو د شمېر او حالت د څرنګوالي په اړه سروې ګانې ترسره کړي، پژواک ته وويل چې له ۲۰۰۹ کال څخه په دغه ښار کې د روږدو د شمېر زياتوالی پيل شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((دم ګړی په بلخ ولايت کې د روږدو شمېر له ۲۰۰زره څخه اوړي.))

هغه وايي چې زيات شمېر روږدي په مزارشريف ښار کې دي چې په واټونو او چوکونو کې په ډله یيزه توګه ګرځي او ټولنيز ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د مصباح د معلوماتو پر بنسټ، د مزارشريف ښار سربېره د بلخ ولايت په نهرشاهي، دولت اباد، چارکند، چمتال، شورتپه او کلدار ولسواليو کې زيات شمېر روږدي شته دي.

نوموړي د روږدو په اړه د خپلو چارو د معلوماتو وړاندې کېدو په ترڅ کې زياته کړه چې په ځينو ولسواليو کې هغه روږدي چې رواني حالت يې يو څه د ډاډ وړ وي، په ستره کچه غلاوې هم کوي.

د هغه په وينا، له چمتال، دولت اباد او نهرشاهي ولسواليو څخه داسې راپورونه لري چې ځينو روږدو په ډليزه توګه د څېرونکو الو په مرسته غلاوې کوي.

هغه په مزارشريف ښار کې د روږدو د شمېر د زياتوالي له امله د سطحي غلاوو د کچې د لوړوالي خبره هم وکړه.

خو د بلخ ولايت امنيتي مسوولين که څه هم په دغه ولايت کې د روږدو د شمېر د زياتوالي په اړه اندېښه لري؛ خو وايي چې دوی يې پر وړاندې خپله مسووليت ترسره کوي.

د امنيې قومندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل: ((دې کې شک نشته چې روږدي په ښار کې زيات شوي او د خلکو ژوند ته دغه زياتوالی يو ډول ګواښ دی؛ خو موږ خپله وظيفه ترسره کوو.))

نوموړي زياته کړه چې د ښار له عمومي واټونو يې ټولوي او هڅه کوي چې داسې ځای کې يې په ډله یيزه توګه ګرځېدو ته پرې نه ږدي چې عامو خلکو ته ګواښ وي.

هغه د روږدو و له خوا د هر ډول غلاوو په تړاو وويل چې تر دې دمه ورته نه ولسواليو او نه هم له مزارشريف ښار څخه چا شکايت کړی دی.

خو د مزارشريف ښار اوسېدونکو په ښار کې د روږدو د شمېر زياتوالی ټولنيز ژوند ته ګواښ بولي او پر وړاندې یې حکومت پړ ګڼي.

د محب څلورلارې اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل چې د يادې څلورلارې او د بلخ دروازې تر منځ د لويې لارې په پارک کې هره ورځ لسګونه روږدي ناست وي.

نوموړي زياته کړه: ((هره ورځ په دې لاره خپل ماشومان ښوونځي ته بوځم، دوی د سړکونو په اوږدو کې په ډېر بد حالت کې په ګروپي شکل ګرځي، نشې کوي چې دا هر څه پر خلکو بد تاثير کوي.))

هغه وايي چې په ښار کې يې د روږدو له خوا د موټرو د شيشو، له دوکانونو د خوراکي توکو، له کورونو د وړو وړو سامانونو د غلاوو کيسې ډېرې اورېدلې دي.

د خط نو ټولنې مسوول مصباح وويل چې د روږدو د شمېر د زياتوالي چاره يوازې په درمليزو چارو کې کېدی شي چې په بلخ کې په دې برخه کې سمې چارې نه ترسره کېږي.

خو د بلخ ولايت د عامې روغتيا مسوولين که څه هم په ښار کې د روږدو د شمېر د زياتوالي تر څنګ د خپلو درمليزو چارو يادونه هم کوي.

د بلخ د ملکي روغتون د روږدو د درملنې د ۱۰۰ بستريز روغتون ريیس ډاکټر محمد داود راتب پژواک ته وويل چې په بلخ ولايت کې په دولتي او غير دولتي کچه د روږدو د درملنې بېلابېل مرکزونه کار کوي.

نوموړي زياته کړه چې د ملکي روغتون پر ۱۰۰ بستريز کلينيک سربېره د شهامت په نامه ۷۰ بستريز، د نجات په نوم ۵۰بستريز روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي.

همداراز په شورتپه ولسوالۍ کې ۲۰بستريز او د حقجو په نامه ۳۰ بستريز روغتونونه د روږدو د درملنې په برخه کې فعاليت کوي.

ډاکټر راتب ومنله چې بلخ کې د شته روږدو په کچه درمليزې چارې خورا کمې دي؛ خو دوی هڅه کوي چې دغه ستونزه حل کړي.

نوموړي زياته کړه چې له مرکز سره يې خبرې روانې دي چې په بلخ کې د روږدو د درملنې لپاره ۵۰۰ بستريز روغتون جوړ شي.

هغه وايي، که چېرې په بلخ کې د روږدو د درملنې لپاره ۵۰۰ بستريز ځانګړې روغتون جوړ نه شي؛ نو په ښار کې به د روږدو له خوا شته ټولنيزې ستونزې همداسې روانې وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه