Language

پکتیا کې د امنیت او رغونې چارو لپاره شل قومي شوراګانې جوړې شوې

ګردېز (پژواک، ١٤ تله ٩٥): د قومونو او سرحدونو چارو وزارت له  لوري د پکتيا په څلورو ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت او رغونې په موخه شل قومي شوراګانې جوړې او په کار يې پيل وکړ.

دغه قومي جرګې د دغه ولايت په څمکنيو، لجه منګل، احمدخېل او مېرزکې ولسواليو کې جوړې شوې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د قومونو او سرحدونو چارو وزارت د جرګو معين محمد يعقوب احمدزي جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه شل جرګې به په سيمه کې د ثبات، امنيت او رغونې لپاره کار کوي او د قومي شخړو په حل کې به هم مرسته کوي.

نوموړي وويل همدا ډول دغو جرګو ته به د رغونې يو شمېر پروژې هم ورکول کېږې تر څو په سيمه کې ورسره د بې کارۍ کچه هم راټيټه شي.

احمدزي وويل وزارت يې کابينې ته وړانديز کړی چې بوديجه زياته کړي تر څو وکولى شي د قومونو او سرحدونو په برخو کې ډېر کار وکړي.

 د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د دې جرګو پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړ چې دا ډول جرګې به په سيمه ييز ثبات کې ښه رول ولري او د دولت په ګټه به کارونه ترسره کړي.

نوموړي وويل، د پکتيا قومونو له دې وړاندې هم له دولت سره د مرستې او د قومي شخړو د حل په برخه کې ډېرې مرستې کړې دي.

سهي زیاه کړه، د پکتيا سيمه ييزه اداره به د دغو جرګو چارې څاري او د ستونزو په وخت کې به ورسره مرسته کوي.

خو له بلې خوا قومي مشرانو وويل چې دولت او په ځانګړې توګه د قومونو او سرحدونو چارو وزارت له پامه غورځولي دي.

يو قومي مشر حاجي خيرمحمد وايي، کوم کارونه چې په لرو پرتو سيمو کې قومي مشران او جرګې کوي دولت نه شي کولی خو لکه څومره چې لازمه ده دولت ورته پاملرنه نه ده کړې.

د نوموړي په خبره، که چېرې دولت قومي مشرانو ته زياته پاملرنه وکړي نو زياتې سيمه ييزې شخړې به ورسره حل او په سيمه کې به سولې او ثبات ته هم لاره هواره شي.

د يادولو ده، د دې نوو رامنځته شوو هرې جرګې د غړو شمېر له پنځو څخه تر لسو پورې دى.

login or register a new account.