ګردېز (پژواک، ١٤ تله ٩٥): د قومونو او سرحدونو چارو وزارت له لوري د پکتيا په څلورو ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت او رغونې په موخه شل قومي شوراګانې جوړې او په کار يې پيل وکړ.
دغه قومي جرګې د دغه ولايت په څمکنيو، لجه منګل، احمدخېل او مېرزکې ولسواليو کې جوړې شوې دي.
د اړوندې موضوع په اړه د قومونو او سرحدونو چارو وزارت د جرګو معين محمد يعقوب احمدزي جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه شل جرګې به په سيمه کې د ثبات، امنيت او رغونې لپاره کار کوي او د قومي شخړو په حل کې به هم مرسته کوي.
نوموړي وويل همدا ډول دغو جرګو ته به د رغونې يو شمېر پروژې هم ورکول کېږې تر څو په سيمه کې ورسره د بې کارۍ کچه هم راټيټه شي.
احمدزي وويل وزارت يې کابينې ته وړانديز کړی چې بوديجه زياته کړي تر څو وکولى شي د قومونو او سرحدونو په برخو کې ډېر کار وکړي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د دې جرګو پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړ چې دا ډول جرګې به په سيمه ييز ثبات کې ښه رول ولري او د دولت په ګټه به کارونه ترسره کړي.
نوموړي وويل، د پکتيا قومونو له دې وړاندې هم له دولت سره د مرستې او د قومي شخړو د حل په برخه کې ډېرې مرستې کړې دي.
سهي زیاه کړه، د پکتيا سيمه ييزه اداره به د دغو جرګو چارې څاري او د ستونزو په وخت کې به ورسره مرسته کوي.
خو له بلې خوا قومي مشرانو وويل چې دولت او په ځانګړې توګه د قومونو او سرحدونو چارو وزارت له پامه غورځولي دي.
يو قومي مشر حاجي خيرمحمد وايي، کوم کارونه چې په لرو پرتو سيمو کې قومي مشران او جرګې کوي دولت نه شي کولی خو لکه څومره چې لازمه ده دولت ورته پاملرنه نه ده کړې.
د نوموړي په خبره، که چېرې دولت قومي مشرانو ته زياته پاملرنه وکړي نو زياتې سيمه ييزې شخړې به ورسره حل او په سيمه کې به سولې او ثبات ته هم لاره هواره شي.
د يادولو ده، د دې نوو رامنځته شوو هرې جرګې د غړو شمېر له پنځو څخه تر لسو پورې دى.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتیا کې د سرې میاشتې ټولنې لپاره نوې ودانۍ پرانیستل شوه.
د پرانیستې په مراسمو کې د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل چې د سرې میاشتې نوې ودانۍ د هېوادوالو په مالي مرسته د ۶ میليونه او ۸ سوه زره افغانيو په لګښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده.
نوموړي زياته کړه یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې چې نهه کاري خونې، د غونډو تالار او نهه بابه تشنابونه لري، په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
مرستيال والي خوښي وښوده چې د ولسمشر له غوښتنې سره سم د پکتيا ولسونه په خيريه او رغنيزو چارو کې برخه اخلي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د سرې میاشتې ټولنې سره نورې مرستې هم وکړي.
د سرې میاشتې ټولنې مشر بهادر خان منګل وویل چې د ودانۍ د نه شتون له امله د دوی کارونه له ستونزو سره مخ ول ، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يې ډېری ستونزې راکمې شي.
نوموړي زياته کړه چې سره میاشت به خپلو رضاکارانو او بېوزله خلکو ته په دې ودانۍ کې ښوونيز او روزنيز پروګرامونه هم برابر کړي.
د ياده ونې ده، تر دې وړاندې سرې مياشتې ریاست په پکتيا کې ودانې نه درلوده او خپلې چارې يې په يوه کرايي ودانې پرمخ وړلې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










