جلال اباد، مهترلام، ښرنه (پژواک، ١٨ تله ٩٥): په ننګرهار، پکتيا او لغمان ولايتونو کې د بيارغونې د يو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د تلې په ١٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت د فوايد عامې رياست لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ چارې د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پيل شوې.
هغه زياته کړه چې دا ودانۍ پر پنځه نيم جريبه ځمکه په دوو پوړونو کې جوړېـږي چې ٢١ اداري خونې، د غونډو تالار او نور ملحقات به ولري.
د ځواک په وينا، پر دې پروژې شل ميليونه او٦٧٠ زره افغانۍ لګښت راځي چې د اړونده وزارت لخوا ورکول کېږي او چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.
د والي وياند دغه راز وويل چې د عامې روغتيا په روغتون کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ( UNOCHA ) په مالي مرسته د جراحۍ او دغه راز د بې ځايه شويو کډوالو د ناروغانو د عاجلې درملنې لپاره د يو څلور اتاقه ودانۍ د جوړولو چارې هم پيل شوې.
د هغه په وينا، پر دې پروژو دوه ميليونه او ١٧٠ زره افغانۍ لګښت راځي چې د يادې موسسې لخوا ورکول کېږي او په څلورو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي خوښي څرګنده کړه چې نن په پرله پسې توګه خپل هغه پلانونه او لومړيتوبونه چې د ځان لپاره يې ټاکلي و يو په يو پسې د عملي کېدو په حال کې دي.
هڅه کې چې تر راتلونکي کال پورې د ولايت د ټولو ادارو د تعميرونو جوړولو لړۍ ۹۵ سلنه تطبيق او عملي کړي.
د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار ولايت کې په نړيوال معيار د کيمياوي درملو د يوه زېرمتون د جوړولو چارې پيل شوې.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې پر دې زېرمتون يو نيم ميليون افغانۍ لګښت راځي چې د کرنې او مالدارۍ رياست لخوا ورکول کېږي
login or register a new account.