جلال اباد، مهترلام، ښرنه (پژواک، ١٨ تله ٩٥): په ننګرهار، پکتيا او لغمان ولايتونو کې د بيارغونې د يو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د تلې په ١٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت د فوايد عامې رياست لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ چارې د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پيل شوې.
هغه زياته کړه چې دا ودانۍ پر پنځه نيم جريبه ځمکه په دوو پوړونو کې جوړېـږي چې ٢١ اداري خونې، د غونډو تالار او نور ملحقات به ولري.
د ځواک په وينا، پر دې پروژې شل ميليونه او٦٧٠ زره افغانۍ لګښت راځي چې د اړونده وزارت لخوا ورکول کېږي او چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.
د والي وياند دغه راز وويل چې د عامې روغتيا په روغتون کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ( UNOCHA ) په مالي مرسته د جراحۍ او دغه راز د بې ځايه شويو کډوالو د ناروغانو د عاجلې درملنې لپاره د يو څلور اتاقه ودانۍ د جوړولو چارې هم پيل شوې.
د هغه په وينا، پر دې پروژو دوه ميليونه او ١٧٠ زره افغانۍ لګښت راځي چې د يادې موسسې لخوا ورکول کېږي او په څلورو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي خوښي څرګنده کړه چې نن په پرله پسې توګه خپل هغه پلانونه او لومړيتوبونه چې د ځان لپاره يې ټاکلي و يو په يو پسې د عملي کېدو په حال کې دي.
هڅه کې چې تر راتلونکي کال پورې د ولايت د ټولو ادارو د تعميرونو جوړولو لړۍ ۹۵ سلنه تطبيق او عملي کړي.
د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار ولايت کې په نړيوال معيار د کيمياوي درملو د يوه زېرمتون د جوړولو چارې پيل شوې.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې پر دې زېرمتون يو نيم ميليون افغانۍ لګښت راځي چې د کرنې او مالدارۍ رياست لخوا ورکول کېږي
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزي پژواک ته وويل چې ياد زېرمتون به د ٢٥٠ ټنه کيمياوي توکو د ساتلو ظرفيت ولري.
دغه راز په پکتيا ولايت کې هم د دوو دولتي رياستونو د ودانيو د جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې .
يوه ودانۍ د سوداګرۍ او بله يې د نشه يي توکو د رياست دي، چې دګردېز د نوي ښار په سيمه کې جوړېږې او چارې به يې په يو نيم کال کې بشپړې شي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي پژواک ته وويل چې د سوداګرۍ رياست ودانۍ د اړونده وزارت په خپله بوديجه چې څه کم ۲۳ ميليونه افغان کېږي، جوړېږې .
هغه زياته کړه، دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږې چې شل کاري او نورې اړونده د اړتيا وړ خونې به ولري چې چارې به يې په يو نيم کال کې بشپړې شي .
د سهي په خبره، دويمه ودانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست ودانۍ ده چې د۱۱ ميليونه افغانيو په لګښت داړونده وزارت په پيسو جوړيږي .
دده په خبره، دغه ودانۍ په يو پوړ کې جوړېږې چې ۱۱ اداري خونې به ولري او په يوه کال کې به يې چارې بشپړې شي .
د نشه يي توکو پرضد د مبارزې رييس ډاکټر حفيظ الله وايي : ((موږ په کلونو کلونو په کرايي ځايونو کې خپلې چارې پرمخ وړلې او تر اوسه خپل تعمير نه لرو.))
دی وايي چې ددغې ودانۍ په جوړېدو سره به يې د ځای ستونزه حل شي .
په پکتيا کې په تېرو لسو کلونو کې زياتو دولتي ادارو ته ودانۍ جوړې او يا هم رغول شوې دي، خو لاهم ددې ولايت يو شمېر ادارې خپلې ودانۍ نه لري .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










