کابل (پژواک،٢٦ تله ٩٥): د برېښنا شرکت مسوولين وايي چې شاوخوا درې ميليارده او ٣٠٠ ميليونه افغانۍ چې نيمايي يې په دولتي بنسټونو او چارواکو پورې اړوند دي، تر اوسه نه دي تر لاسه شوې.
د برېښنا شرکت وياند وحيد توحيدي نن کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې دولتي بنسټونه يو ميليارد او ٦٠٠ ميليونه افغانۍ او يو شمېر دولتي چارواکي او نادولتي څېرې يو ميليارد او ٧٠٠ ميليونه افغانۍ له دې شرکت څخه پوروړي دي.
د نوموړي په وينا، دا پيسې له ٤٨ دورو نه پاتې دي چې هره دوره يې دوه مياشتې کېږي، نه دي ترلاسه شوي.
توحيدي زياته کړه :" د ولسمشر د واضح حکم له مخې ، ددې کسانو نومونه په ډاګه کېږي او که تر يوې راتلونکې مياشتې پورې خپل پورونه و نه سپاري، څارنوالۍ ته به معرفي شي."
د برېښنا شرکت وياند په دې غونډه کې له دې شرکت څخه د ٧٣ login or register a new account.