کابل (پژواک،٢٦ تله ٩٥): د برېښنا شرکت مسوولين وايي چې شاوخوا درې ميليارده او ٣٠٠ ميليونه افغانۍ چې نيمايي يې په دولتي بنسټونو او چارواکو پورې اړوند دي، تر اوسه نه دي تر لاسه شوې.
د برېښنا شرکت وياند وحيد توحيدي نن کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې دولتي بنسټونه يو ميليارد او ٦٠٠ ميليونه افغانۍ او يو شمېر دولتي چارواکي او نادولتي څېرې يو ميليارد او ٧٠٠ ميليونه افغانۍ له دې شرکت څخه پوروړي دي.
د نوموړي په وينا، دا پيسې له ٤٨ دورو نه پاتې دي چې هره دوره يې دوه مياشتې کېږي، نه دي ترلاسه شوي.
توحيدي زياته کړه :" د ولسمشر د واضح حکم له مخې ، ددې کسانو نومونه په ډاګه کېږي او که تر يوې راتلونکې مياشتې پورې خپل پورونه و نه سپاري، څارنوالۍ ته به معرفي شي."
د برېښنا شرکت وياند په دې غونډه کې له دې شرکت څخه د ٧٣ پوروړو نومونه چې د کابل اړوند دي او هر يو يې څه باندې ١٠٠ زره افغانۍ پوروړي دي، له رسنيو سره شريک کړل.
توحيدي يادونه وکړه چې دولتي بنسټونه، بايد د ولسمشر له حکم سره سم پورونه له خپلو بوديجو څخه ورکړي؛ له دې پرته به د حکومت له پرېکړې سره سم، د راتلونکې کال بوديجه ورته تاييد نه شي.
نوموړي له دولتي بنسټونو څخه وغوښتل چې د برېښنا لګښتونه دې راټيټ کړي او د برېښنا لګښت دې د راتلونکې کال بوديجه کې په پام کې ونيسي.
د کابل برېښنا اداري مشر محب الرحمان مومند چې دې ناسته کې يې شتون درلود، وويل چې دولتي بنسټونه ټولټال، يو ميليارد او ٦٠٠ ميليونه افغانۍ، سوداګريز بنسټونه څه باندې ٧٨٥ ميليونه افغانۍ او د استوګنې کورونه ٩٤٧ ميليونه افغانۍ پوروړي دي.
نوموړي زياته کړه چې د استوګنې کورونو له جملې څخه ٧٠٠ ميليونه افغانۍ هغو کسانو پورې اړوند دي چې پور ورکولو ته چمتو نه دي او ٢٤٧ افغانۍ پر هغو کسانو پور دي چې ملکيتونه يې د سړک په اوږدو کې واقع و او وران شوي دي.
د برېښنا شرکت وياند يادونه وکړه چې تېرو دوو کلونو کې د هغو کسانو چې د برېښنا لګښت يې نه ورکاوه د برېښنا مزي غوڅ شوي چې دا مهال د يادو کسانو له ډلې ٦٥ سلنې يې پيسې ورکړې دي؛ خو پاتې نورو سرکشي کړې او بېرته يې په زور خپل برېښنا مزي نښلولي دي
توحيدي په ډاګه کړه چې برېښنا شرکت دا مهال ولايتونو کې د خپلو پوروړو د نوملړ په چمتو کولو اخته دى او ښايي تر راتلونکې اونۍ ترتيب او اعلان شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










