Language

قيصار کې ځينې خلک د عملياتو پرمهال د نامسوولو وسله والو له کړنو شکايت لري

مزارشريف (پژواک، تله ۹۵): د فارياب قيصار ولسوالۍ د کونجک کلي اوسېدونکي د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان ملي ځواکونو له سرښندونو مننه کوي؛ خو له دوی سره مل د غير مسوولو وسله والو له کړنو شکايت لري.

د دغه کلي اوسېدونکي چې د جګړې له امله يې خپلې سيمې پرې ايښي،وايي چې له ملي ځواکونو سره مل غير مسوولو وسله والو يې له طالبانو سره له جګړې وروسته د دوی د کورونو وسايل غلا کړي او ځينو کورونو ته يې اورونه اچولي دي.

خو دولتي مسوولين دغه ادعاوې په پوره توګه ردوي او د وسله والو طالبانو لخوا يې تبليغاتي جګړه ګڼي.

کونجک د قيصار ولسوالۍ بازار ته په ۲۰۰ مترۍ کې پروت کلی دی.

د کونجک کلي اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوه ورځو خپلې سيمې ته څېرمه په جرونو کې لسګونه کورنۍ اوسېدو ته مجبوره شوې دي.

نوموړي زياته کړه: ((څو ورځې وړاندې مو کلي ته وسله وال طالبان راغلل، موږ د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوو، اوس په لرې دښتو کې په جرونو کې اوسېږو.))

هغه وايي، چې په کونجک کلي کې نږدې ۹۰ کورنۍ مېشت وې، چې ټولې ترې د جګړې له امله وتلي او ډېری يې په لرې دښتو کې په جرونو کې اوسېږي.

عبدالرحمن وويل چې دوی له وسله والو طالبانو سره د افغان ځواکونو د سرښندنو قدر کوي؛ خو له دولت څخه يې غوښتنه  وکړه چې بايد د دوی د کورنو وسايل په امن کې وساتلی شي.

نوموړي زياته کړه چې د کلي له ډېری کورونو يې غالۍ، بسترې، سولرونه او داسې نور وسايل هغو غير مسوولو وسله والو له ځانه سره وړي چې له ملي اردو سره په جګړو کې ملګري وو.

هغه د غير مسوولو وسله والو لخوا ځينو کورونو ته د اور ورته کولو يادونه هم وکړه.

د عبدالرحمن په وينا، دمګړۍ دوی له خپلې سيمې لرې په جرونو کې اوسيږي، چې له  وړمې ورځې د خوراک او څښاک له جدي ستونزو سره مخ دي.

د کونجک کلي د جومات ملا امام عبدالحميد پژواک ته وويل  چې د دوی غوښتنه همدومره ده، چې بايد د دوی کورونه ونه لوټل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.