مزارشريف (پژواک، تله ۹۵): د فارياب قيصار ولسوالۍ د کونجک کلي اوسېدونکي د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان ملي ځواکونو له سرښندونو مننه کوي؛ خو له دوی سره مل د غير مسوولو وسله والو له کړنو شکايت لري.
د دغه کلي اوسېدونکي چې د جګړې له امله يې خپلې سيمې پرې ايښي،وايي چې له ملي ځواکونو سره مل غير مسوولو وسله والو يې له طالبانو سره له جګړې وروسته د دوی د کورونو وسايل غلا کړي او ځينو کورونو ته يې اورونه اچولي دي.
خو دولتي مسوولين دغه ادعاوې په پوره توګه ردوي او د وسله والو طالبانو لخوا يې تبليغاتي جګړه ګڼي.
کونجک د قيصار ولسوالۍ بازار ته په ۲۰۰ مترۍ کې پروت کلی دی.
د کونجک کلي اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوه ورځو خپلې سيمې ته څېرمه په جرونو کې لسګونه کورنۍ اوسېدو ته مجبوره شوې دي.
نوموړي زياته کړه: ((څو ورځې وړاندې مو کلي ته وسله وال طالبان راغلل، موږ د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوو، اوس په لرې دښتو کې په جرونو کې اوسېږو.))
هغه وايي، چې په کونجک کلي کې نږدې ۹۰ کورنۍ مېشت وې، چې ټولې ترې د جګړې له امله وتلي او ډېری يې په لرې دښتو کې په جرونو کې اوسېږي.
عبدالرحمن وويل چې دوی له وسله والو طالبانو سره د افغان ځواکونو د سرښندنو قدر کوي؛ خو له دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې بايد د دوی د کورنو وسايل په امن کې وساتلی شي.
نوموړي زياته کړه چې د کلي له ډېری کورونو يې غالۍ، بسترې، سولرونه او داسې نور وسايل هغو غير مسوولو وسله والو له ځانه سره وړي چې له ملي اردو سره په جګړو کې ملګري وو.
هغه د غير مسوولو وسله والو لخوا ځينو کورونو ته د اور ورته کولو يادونه هم وکړه.
د عبدالرحمن په وينا، دمګړۍ دوی له خپلې سيمې لرې په جرونو کې اوسيږي، چې له وړمې ورځې د خوراک او څښاک له جدي ستونزو سره مخ دي.
د کونجک کلي د جومات ملا امام عبدالحميد پژواک ته وويل چې د دوی غوښتنه همدومره ده، چې بايد د دوی کورونه ونه لوټل شي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ يو دوه سپين ږيري هم ولېږل، چې دغه بې ځايه ټوپکيان دې نور زموږ کورونه نه چور کوي؛ خو اوس دا دی د هغوی هم درک نه لګېږی.))
د هغه په وينا، که چېرې له طالبانو سره په روانو جګړو کې عام خلک هم د غير مسوولو وسله والو په څېر برخه اخلي نو حالت به له دې هم بدتر کړي.
خو د فارياب والي سيدانور سادات پژواک ته وويل چې تر دې دمه ورته په روانو عملياتو کې د ولسي وسله والو له چلند څخه شکايت نه دی شوى.
نوموړي زياته کړه چې د روانو عملياتو په پيل کې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ټولو افغان ځواکونو او د دوی په ملاتړ راپورته شويو د ولسي پاڅون وسله والو ته له عامو خلکو سره د ناسم چلند پر نه کولو ټينګار کړی و.
هغه وايي چې جنرال دوستم په دې تړاو يو مکتوب صادر کړی و چې ۱۸ مادې يې لرلې.
د فارياب والي ټينګار وکړ چې که له دې وروسته هم څوک دوی له افغان ځواکونو او يا هم د دوی په ملاتړ د راپورته شويو ولسي پاڅونوالو څخه شکايت وکړي؛ نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم چې په فارياب کې د وسله والو طالبانو پرضد د روانو عملياتو رهبري کوي، وياند کنشکا ترکستاني د کونجک کلي د اوسېدونکي ادعاوې په پورته توګه رد کړې.
نوموړي پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان په شمال کې له ماتې سره مخ دي او هڅه کوي چې د تبليغاتي جګړو پر مټ د افغانانو ذهنيتونه شکمن کړي.
هغه وايي چې په فارياب کې وسله وال طالبان له قيصار ولسوالۍ څخه په شا تمبول شوي او دم ګړۍ افغان ځواکونه غورماچ ولسوالۍ ته رسېدلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









