Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي دفاع وزارت د ٦٠وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۳۹۵): ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د عملياتو پرمهال ٦٠وسله وال طالبان وژلي او ١٨نور يې ژوندي نيولي دي.

د ياد وزارت لخوا پژواک اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تعرضي عمليات تېره شپه تر سره شوي دي .

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه عمليات په ننګرهار ، پکتيکا ، غزني ، پکتيا ، اروزګان ،، هلمند ،  کندهار ، غور ، بادغيس ، هرات ، کندوز او بغلان ولايتونو کې ترسره شوي .

د سرچينې په وينا، چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو پنځه سرتېري هم وژل شوي او له وسله والو مخالفينو څخه په يادو ولايتونو کې بېلابېل ډول وسلې ، مهمات ، مخابرې او نقليه وسيلې او نور تجهيزات ترلاسه شوي دي .

 د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس په دغو وژل شويو وسله والو طالبانو کې ددوى قوماندانان ، سرګروپان او نور مهم غړي هم وژل شوي چې د زياترو جسدونه د جګړې په ميدان کې پاتې دي .

 وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.