Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر: که وزیر، ريیس او يا مقام ښځو ته په بده سترګه وګوري له دندې به لرې شي

کابل ( پژواک، ٣٠تله ٩٥) : ولسمشر غني وايي ، که چېرته وزیر، ريیس او هر بل مقام ښځو ته په بده سترګه وګوري، سم د لاسه به له دندې لرې شي.

ولسمشر دغه څرګندونې تېر ماښام “ د ښځو لپاره په لوړو دولتي مقامونو کې د متحولې رهبرۍ” پروګرام په پای کې د ګډون پرمهال وکړې.

دغه پروګرام چې په ارګ کې ترسره شو او په کې د هېواد  لومړۍ میرمن هم حضور درلود، لومړی د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشرې الزیرا سګنبایوه خبرې وکړې له ولسمشر او د هېواد له لومړۍ میرمن څخه یې له دې امله چې د ښځو په رهبرۍ باور لري او د هغوی د ځواکمنولو لپاره هڅې کوي مننه وکړه.

هغې وویل: نن ورځ نړۍ د رهبرۍ لپاره نويو لارو ته اړتیا لري او په متحوله رهبرۍ کې ښځې مهم نقش لوبوي.

میرمن الزایرا شګنبایوه هیله څرګنده کړه چې د دغه پروګرام له لارې به ښځې وکولای شي له نارينه وو سره یو ځای موخو ته د رسېدو لپاره په ګډه همکاري وکړي.

ورپسې د ښځو لپاره د متحولې رهبرۍ پروګرام تنظیموونکې او روزونکې سوزن کولمن د یاد پروګرام په اړه معلومات ورکړل او وېي ویل : (( د حکومت په کچه مخکښو ښځو سره کار کول او د هغوی ځواکمنول زموږ لپاره د ویاړ خبره ده.))

هغې وویل، په دغه پروګرام کې ښځو په بېلابېلو مسائلو، فرصتونو او شته ننګونو بحث او نظرونه ورکړل او له یو بل سره یې تجربې شریکې کړې.

وروسته د لومړۍ میرمنې د دفتر مشاورې فوزیه علم، د ښځو چارو وزارت مالي او اداري معینې نبیله مصلح، د سوداګرۍ وزارت د جنډر ريیسې فایقه جاوید او د مالیې وزارت د منځنیو مالیه ورکوونکو ريیسې امنه احمدي په دغه پروګرام کې د خپلو تجربو په اړه خبرې وکړې.

 دوى ، په هېواد کې د پانګونې ، سوداګرۍ ، کوچينو پورونو او نورو اقتصادي او سوداګريزو برخو کې د ښځو د ونډې ، لاسته راوړنو ، تجربو ، خنډونو او ودې په اړه يو په بل پسې خبرې وکړې .

 میرمن آمنې احمدي د ښځو د شغلي خوندیتوب په اړه انديښنه څرګنده کړه وې ویل، د ښځو د عزت او ابرو د ساتلو لپاره باید لا زیات کار وشي، کله چې ښځې په دولتي ادارو کې کار کوي، دولت یې باید له وضعیت څخه خبر وي.

هغې وړاندیز وکړ چې یو څارنیز ټیم دې جوړ شي چې د هغو ښځو وضعیت و ارزوي چې په وزارتونو کې په ټیټو بستونو کې کار کوي او هغوی چې ښځې ځوروي مجازات دي شي.

ولسمشر د هغوی د خبرو له اوریدو وروسته له دې امله چې ښځو د متحولې رهبرۍ پروګرام کې برخه واخيسته او عملاً یې خپلې تجربې ورسره شریکې کړې د زړه له تله مننه وکړه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.