کابل ( پژواک، ٣٠تله ٩٥) : ولسمشر غني وايي ، که چېرته وزیر، ريیس او هر بل مقام ښځو ته په بده سترګه وګوري، سم د لاسه به له دندې لرې شي.
ولسمشر دغه څرګندونې تېر ماښام “ د ښځو لپاره په لوړو دولتي مقامونو کې د متحولې رهبرۍ” پروګرام په پای کې د ګډون پرمهال وکړې.
دغه پروګرام چې په ارګ کې ترسره شو او په کې د هېواد لومړۍ میرمن هم حضور درلود، لومړی د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشرې الزیرا سګنبایوه خبرې وکړې له ولسمشر او د هېواد له لومړۍ میرمن څخه یې له دې امله چې د ښځو په رهبرۍ باور لري او د هغوی د ځواکمنولو لپاره هڅې کوي مننه وکړه.
هغې وویل: نن ورځ نړۍ د رهبرۍ لپاره نويو لارو ته اړتیا لري او په متحوله رهبرۍ کې ښځې مهم نقش لوبوي.
میرمن الزایرا شګنبایوه هیله څرګنده کړه چې د دغه پروګرام له لارې به ښځې وکولای شي له نارينه وو سره یو ځای موخو ته د رسېدو لپاره په ګډه همکاري وکړي.
ورپسې د ښځو لپاره د متحولې رهبرۍ پروګرام تنظیموونکې او روزونکې سوزن کولمن د یاد پروګرام په اړه معلومات ورکړل او وېي ویل : (( د حکومت په کچه مخکښو ښځو سره کار کول او د هغوی ځواکمنول زموږ لپاره د ویاړ خبره ده.))
هغې وویل، په دغه پروګرام کې ښځو په بېلابېلو مسائلو، فرصتونو او شته ننګونو بحث او نظرونه ورکړل او له یو بل سره یې تجربې شریکې کړې.
وروسته د لومړۍ میرمنې د دفتر مشاورې فوزیه علم، د ښځو چارو وزارت مالي او اداري معینې نبیله مصلح، د سوداګرۍ وزارت د جنډر ريیسې فایقه جاوید او د مالیې وزارت د منځنیو مالیه ورکوونکو ريیسې امنه احمدي په دغه پروګرام کې د خپلو تجربو په اړه خبرې وکړې.
دوى ، په هېواد کې د پانګونې ، سوداګرۍ ، کوچينو پورونو او نورو اقتصادي او سوداګريزو برخو کې د ښځو د ونډې ، لاسته راوړنو ، تجربو ، خنډونو او ودې په اړه يو په بل پسې خبرې وکړې .
میرمن آمنې احمدي د ښځو د شغلي خوندیتوب په اړه انديښنه څرګنده کړه وې ویل، د ښځو د عزت او ابرو د ساتلو لپاره باید لا زیات کار وشي، کله چې ښځې په دولتي ادارو کې کار کوي، دولت یې باید له وضعیت څخه خبر وي.
هغې وړاندیز وکړ چې یو څارنیز ټیم دې جوړ شي چې د هغو ښځو وضعیت و ارزوي چې په وزارتونو کې په ټیټو بستونو کې کار کوي او هغوی چې ښځې ځوروي مجازات دي شي.
ولسمشر د هغوی د خبرو له اوریدو وروسته له دې امله چې ښځو د متحولې رهبرۍ پروګرام کې برخه واخيسته او عملاً یې خپلې تجربې ورسره شریکې کړې د زړه له تله مننه وکړه.
غني وویل، ستاسو له ویناوو په ډاګه شوه چې دغه پروګرام د پانګونې ارزښت درلود او تاسې د هغې تداوم تضمین کړ.
ولسمشر زياته کړه چې د رهبرۍ او مدیریت ترمنځ فرق شته دی، ځکه په ځینو حالاتو کې ۹۰ سلنه د رهبرۍ مهارتونو ته اړتیا وي او ۱۰سلنه مدیریت ته، خو برعکس ځیني وخت ۹۰سلنه د مدیریت مهارتونه په کار وي او ۱۰سلنه رهبرۍ ته، خو زموږ ټولنه او د تحول کوم حالت چې موږ پيل کړی دی، دلته تعادل ته اړتیا ده.
محمد اشرف غني وویل په اوسنۍ نړۍ کې یو تر ټولو لویه ستونزه د نرواکۍ فرهنګ دی، له دې بابته موږ له اساسي فکري ستونزې سره مخ یوو. هغه همدارنګه وویل، زموږ یوه ستونزه د غوږ نیولو ده، ځکه موږ غوږ نیسو او لومړنی غبرګون مو دا وي چې څنګه د مخاطب خبره کمه وښيو.
هغه، ښځو ته د ډاډمن کاري چاپيریال د رامنځته کولو په اړه وویل، ښځې دې له دولت سره په ګډه کار وکړي چې داسې چاپیریال رامنځته شي چې ستونزې واوریدل شي او دا خبره روښانه شي چې موږ په کوم حالت کې کولای شو قانون پلی کولی کړو.
غني وویل، که چېرته وزیر، رئیس او هر بل مقام ښځو ته په بده سترګه وګوري، سم د لاسه به له دندې لري شي.
نومړي زیاته کړه: د سي بي ار مدیریت به خپله پر مخ وړم، چېرته چې زه یم د افغانستان ښځې به نه یوازې مساوي بلکې تر مساوي زیات نقش ولري.
ولسمشر ښځو ته په خطاب کې وویل: تاسې ډاډمنې اوسئ تر کومې ورځې چې دا امانت ماته سپارل شوی دی، د ښځو په برخه کې به زموږ د ژمنو په عملي کېدو کې هیڅ ډول پلمه او ځنډ نه وي.
هغه وویل، د دې اړتیا ده چې د ښځو او نرو ترمنځ د باور او درناوي فضا موجوده وي، ځکه خپلې میرمن بي بي خدیجې ته زموږ د پيغمبر حضرت محمد (ص) درناوی بي ساری و، موږ هم کوم نوی شی نه غواړو، هغه څه غواړو چې تل زموږ په فرهنګ کې موجود و.
ولسمشر څرګنده کړه :((زه بشپړ باور او امید لرم چې ستاسو ښځو په مثبت ګډون سره به زموږ په ټولنه، فرهنګ او اړیکو کې یو اساسي تحول او بدلون رامنځته شي.))
ورپسې د هېواد لومړۍ میرمنې خبرې وکړې او د ښځو د ځواکمنتیا کنفرانس په اړه چې په دې وروستیو کې عربي متحدو اماراتو کې جوړ شوی و، معلومات ورکړل او د ښځو په ګډو هڅو، کار او د یو بل په ملاتړ یې ټینګار وکړ.
په پای کې د هېواد ولسمشر او لومړۍ میرمنې په لوړو دولتي مقامونو کې د ښځو د متحولې رهبرۍ پروګرام فارغانو ته تصدیق نامې او د دغه پروګرام استادانو ته په پام کې نیول شوې ډالۍ ووېشلې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










