مزارشريف (پژواک، ۳ لړم ۹۵): د بلخ دولتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د زعفرانو کښت د پراختيا په حال کې دى، خو د زعفرانو کروندګر ادعا کوي چې په ځینو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
په دغه ولايت کې له تېرو څو کلونو د زعفرانو کښت پيل شوی دی، د کرنې رياست تر دې دمه په ۳۵ جريبه ځمکه کې د زعفرانو کښت ته زمينه برابره کړې؛ خو سربېره پر دې کروندګرو په خصوصي توګه هم د زعفرانو کښت ته مخه کړې ده.
د بلخ ولايت په دهدادي، خُلم، بلخ، چمتال، نهرشاهي، دولت اباد او چاربولک ولسوالۍ کې په ډېره کچه زعفران کرل کېږي.
د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکي، کروندګر عزيزالله پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو يې په يو جريب ځمکه کې زعفران کرلي دي.
نوموړي زياته کړه چې د زعفرانو کښت په لومړي کال حاصل نه ورکوي؛ خو که په دويم کال په حاصل رانه غلل نو په کرکېله کې به يې ستونزه وي.
د هغه په وينا، سږ کال يې د کښت دويم کال دی او ده ترې يوه نيم کيلو زعفران ترلاسه کړي دي.
عزيزالله وايي، په تمه دی چې راتلونکي کال ته به له دې هم ډېر حاصل ترلاسه کړي.
د خلم ولسوالۍ اوسېدونکی کروندګر محمدشريف هم وايي چې په يو جريب ځمکه کې يې سږ کال زعفران کرلي دي.
نوموړي زياته کړه: ((که پيسې مې لرلی؛ نو په ډېره ځمکه کې مې کرل خو پيدا مې نه کړې.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP