منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ ډېری کروندګرو د زعفرانو کر ته مخه کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۳ لړم ۹۵): د بلخ دولتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د زعفرانو کښت د پراختيا په حال کې دى، خو د زعفرانو کروندګر ادعا کوي چې په ځینو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

په دغه ولايت کې له تېرو څو کلونو د زعفرانو کښت پيل شوی دی، د کرنې رياست تر دې دمه په ۳۵ جريبه ځمکه کې د زعفرانو کښت ته زمينه برابره کړې؛ خو سربېره پر دې کروندګرو په خصوصي توګه هم د زعفرانو کښت ته مخه کړې ده.

د بلخ ولايت په دهدادي، خُلم، بلخ، چمتال، نهرشاهي، دولت اباد او چاربولک ولسوالۍ کې په ډېره کچه زعفران کرل کېږي.

د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکي، کروندګر عزيزالله پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو يې په يو جريب ځمکه کې زعفران کرلي دي.

نوموړي زياته کړه چې د زعفرانو کښت په لومړي کال حاصل نه ورکوي؛ خو که په دويم کال په حاصل رانه غلل نو په کرکېله کې به يې ستونزه وي.

د هغه په وينا، سږ کال يې د کښت دويم کال دی او ده ترې يوه نيم کيلو زعفران ترلاسه کړي دي.

عزيزالله وايي، په تمه دی چې راتلونکي کال ته به له دې هم ډېر حاصل ترلاسه کړي.

د خلم ولسوالۍ اوسېدونکی کروندګر محمدشريف هم وايي چې په يو جريب ځمکه کې يې سږ کال زعفران کرلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((که پيسې مې لرلی؛ نو په ډېره ځمکه کې مې کرل خو پيدا مې نه کړې.))

هغه وايي چې د زعفرانو پياز (تخم) خورا لوړه بيه لري چې عام کروندګر يې ډېر نه شي پېرلی.

شريف له دولت څخه د زعفرانو د کښت په برخه کې د ظرفيت لوړونې د پروګرامونو تر څنګ د پور ورکولو لړۍ د پيل غوښتنه هم وکړه.

په بلخ کې د زعفرانو کې د کرکېلې ټولنه هم فعاليت کوي چې له کروندګرو سره د دوی د ظرفيت په لوړولو او بازارموندنه کې مرسته کوي.

د دې ټولنې مسوول محمد رفيق کاکړ پژواک ته وويل: ((موږ د زعفرانو د توليد، پروسس او دسته بندۍ په برخه کې کار کوو، د زعفرانو د کښت په هکله بزګرانو ته روزنه ورکوو.))

نوموړي زياته کړه چې دوی له بزګرانو سره د زعفرانو د توليد لپاره د بازارموندنې په برخه کې هم مرسته کوي.

هغه وايي چې د دوی تېر څلور کلن فعاليت په ډاګه کوي چې په بلخ ولايت کې هر کال د زعفرانو کښت د پراختيا په حال کې دی.

کاکړ وويل: ((هر کال۵۰ تر ۸۰ سلنې د زعفرانو کښت زياتېږي، کيفيت يې ښه کېږي او بزګران ورسره ډېره لېوالتيا ښيې.))

نوموړي زياته کړه چې سږ کال د دولت له خوا د کرل شوو زعفرانو تر څنګ؛ بزګرانو هم پر۲۰ تر۳۰ جريبه ځمکه کې پر خپلو شخصي امکاناتو زعفران کرلي دي.

هغه وايي چې د بلخ اقليم او د دې سيمې هوارې ځمکې د زعفرانو د کښت لپاره ډېرې برابرې دي.

د زعفرانو د کرکېلې ټولنې مسوول کاکړ هم د کروندګرو د ستونزو پخلی وکړ.

نوموړي زياته کړه چې ډېری کروندګر د اقتصادي ستونزو له امله د زعفرانو کښت ته مخه نه شي کولی.

د هغه په وينا، که چېرې دولت د زعفرانو د کښت د عامېدو لپاره کروندګرو ته پورونه ورکړي نو ډېر زر به زعفران يوازې په بلخ کې نه، بلکې ټول هېواد کې عام شي.

د بلخ ولايت د کرنې مسوولين هم د زعفرانو د کښت پراختيا د تاييد تر څنګ له کروندګرو سره د هغوی د ستونزو په حل کې همغږي څرګندوي.

د کرنې رياست مشاور وحيد موفق پژواک ته وويل چې سږ کال په بلخ کې د کرنې رياست له خوا د کرل شوو زعفرانو کچه ۳۵ جريبه ځمکې ته ورسېده.

نوموړي زياته کړه چې دوی دوه کاله وړاندې په ۱۵ جريبه ځمکه کې زعفران کرلي وو او سږ کال يې په ۲۰ جريبه نوره کې وکرل.

هغه وايي چې دوی له کروندګرو سره د ظرفيت لوړولو په برخه کې لازمې مرستې کړې دي او هڅه کوي چې د پور ورکولو په برخه کې هم لا کوشش وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه