Language

قهرمان: د هلمند د لا ښه امنیت په موخه به جوړ شوي نور پلانونه په تدریج پلي شي

لښکرګاه (پژواک، ۵ لړم ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه پلانونه جوړ شوي خو د امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه، په پلې کولو کې بېړه نه کوي.

دغه څرګندونې د هلمند د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د لړم په پنځمه د يوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.

هغه وويل چې د امنیتي ځواکونو  وروستیو پلانونو د وسله والو طالبانو د پرمختګ مخه نيولې او له ماتې سره يې مخ کړي دي.

د قهرمان په وينا، د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي سرچينو غوښتل چې دغه ولايت سقوط کړي خو خپلې موخې ته ونه رسېدل او وسله وال طالبان هم سخت وځپل شول.

نوموړي زیاته کړه: ((خلک د چټکو عملیاتو او پرمختګونو غوښتنه کوي، خو موږ هدف ته د رسېدو لپاره  ځکه له بېړي کار نه اخلو، چې عام ولس او امنیتي ځواکونو ته په کې تلفات اوړي.))

ده وويل چې په دې وروستيو جګړو کې د ملکي وګړو د تلفاتو کچه ځکه صفر وه چې امنيتي ځواکونه په ګڼ مېشتو سيمو کې په نوو تکتيکونو سره ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړي دي.

د قهرمان په وینا، وسله وال طالبان په دغه ولايت کې نور د بريد کولو توان نه لري يواځې تبليغاتي جګړه يې پيل کړې ده.

قهرمان وویل: ((موږ  په خپلو لومړیو ترسره شوو عملیاتو او  هڅو کې د لښکرګاه  ښار امنیت ډاډمن کړی دی، په دويم پلان کې به د هلمند نورې سیمې هم تر دولتي حاکمیت لاندې راشي.))

هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو تر منځ پوره همغږي شتون لري او وسلې او تجهيزات يې هم په واک کې دي.

خو د هلمند يو شمېر اوسېدونکي بيا دې څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري.

د لښکرګاه د بشران کلي اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل چې د دوې له سيمې څخه ګڼې کورنۍ کډه شوې دي او په دې سيمه کې طالبان حاکميت لري.

هغه زياته کړه: ((حکومت بايد نور انتظار ونه کړي؛ ځکه طالبان په يو کال کې له موسى کلا نه لښکرګاه ته ورسيدل.))

login or register a new account.

Related Topics