لښکرګاه (پژواک، ۵ لړم ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه پلانونه جوړ شوي خو د امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه، په پلې کولو کې بېړه نه کوي.
دغه څرګندونې د هلمند د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د لړم په پنځمه د يوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.
هغه وويل چې د امنیتي ځواکونو وروستیو پلانونو د وسله والو طالبانو د پرمختګ مخه نيولې او له ماتې سره يې مخ کړي دي.
د قهرمان په وينا، د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي سرچينو غوښتل چې دغه ولايت سقوط کړي خو خپلې موخې ته ونه رسېدل او وسله وال طالبان هم سخت وځپل شول.
نوموړي زیاته کړه: ((خلک د چټکو عملیاتو او پرمختګونو غوښتنه کوي، خو موږ هدف ته د رسېدو لپاره ځکه له بېړي کار نه اخلو، چې عام ولس او امنیتي ځواکونو ته په کې تلفات اوړي.))
ده وويل چې په دې وروستيو جګړو کې د ملکي وګړو د تلفاتو کچه ځکه صفر وه چې امنيتي ځواکونه په ګڼ مېشتو سيمو کې په نوو تکتيکونو سره ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړي دي.
د قهرمان په وینا، وسله وال طالبان په دغه ولايت کې نور د بريد کولو توان نه لري يواځې تبليغاتي جګړه يې پيل کړې ده.
قهرمان وویل: ((موږ په خپلو لومړیو ترسره شوو عملیاتو او هڅو کې د لښکرګاه ښار امنیت ډاډمن کړی دی، په دويم پلان کې به د هلمند نورې سیمې هم تر دولتي حاکمیت لاندې راشي.))
هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو تر منځ پوره همغږي شتون لري او وسلې او تجهيزات يې هم په واک کې دي.
خو د هلمند يو شمېر اوسېدونکي بيا دې څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري.
د لښکرګاه د بشران کلي اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل چې د دوې له سيمې څخه ګڼې کورنۍ کډه شوې دي او په دې سيمه کې طالبان حاکميت لري.
هغه زياته کړه: ((حکومت بايد نور انتظار ونه کړي؛ ځکه طالبان په يو کال کې له موسى کلا نه لښکرګاه ته ورسيدل.))
دغه راز د باباجي سيمې يوه اوسېدونکي د نوم د نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې په دې وروستيو ورځو کې ځکه طالبانو بريدونه نه دي کړي چې په خپلو اکمالاتو بوخت دي.
يادو کسانو له حکومتي مشرانو غوښتنه وکړه چې نور دې د تشو وعدو پر ځاى په عمل لاس پورې کړي.
د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو په شاوخوا کې ولسوالۍ له طالبانو سره دي او د يو شمېر نورو ولسواليو يواځې ودانۍ د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










