اسعد اباد (پژواک، ٨ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ د والي وياندعبدالغني مصمم د لړم په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد پرون تر غرمې وروسته د غازي اباد ولسوالۍ د اليګل په کلي کې شوى دى.
هغه زياته کړه چې د بې پيلوټه الوتکې په دې بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي ، خو تراوسه يې هويت نه دى معلوم.
د يادونې ده چې تېره اوونۍ هم د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کې په غازي اباد ولسوالۍ کې د القاعدې شبکې د څو مشرانو په ګډون ٢٦ وسله وال وژل شوي وو.
د امريکا دفاع وزارت ويلي و چې په ياد بريد کې يې د القاعدې دوه مهم قوماندانان فاروق القطاني او بلال العتبي په نښه کړي وو.
دغه راز د ا فغانستان د ملي امنيت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم منل شوي وو چې د القاعدې ياد قوماندانان وژل شوي دي.
امريکايي سرچينو ويلي وو چې القطاني ته په افغانستان کې د القاعدې ډلې د فعاليت او پټنځايونو د جوړولو دنده سپارل شوې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP