منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:08 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي

· 1 دقیقه لوستل · 104 کتنې

اسعد اباد (پژواک، ٨ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې  هوايي بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ د والي وياندعبدالغني مصمم د لړم په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد پرون تر غرمې وروسته د غازي اباد ولسوالۍ د اليګل په کلي کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې د بې پيلوټه الوتکې په دې بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي ، خو تراوسه يې  هويت نه دى معلوم.

د يادونې ده چې تېره اوونۍ هم د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه  الوتکې هوايي بريد کې په غازي اباد ولسوالۍ کې د القاعدې شبکې د څو مشرانو په ګډون ٢٦ وسله وال وژل شوي وو.

د امريکا دفاع وزارت ويلي و چې په ياد بريد کې يې د القاعدې دوه مهم قوماندانان فاروق القطاني او بلال العتبي په نښه کړي وو.

دغه راز د ا فغانستان د ملي امنيت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم منل شوي وو چې د القاعدې ياد قوماندانان وژل شوي دي.

امريکايي سرچينو ويلي وو چې القطاني ته په افغانستان کې د القاعدې ډلې د فعاليت او پټنځايونو د  جوړولو دنده سپارل شوې وه. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

خان ولى سالار زى
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي