Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په زابل کې ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
29 Oct 2016 - 14:36
په زابل کې ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
29 Oct 2016 - 14:36

کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٥): د زابل ولايت چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په شملزو ولسوالۍ کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي چې له امله يې ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د لړم په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريدونه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د لسګونو وسله والو مخالفينو له لوري ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه  وکړل چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

د سيال په وينا، په دغه څو ساعته جګړه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او ددې تر څنګ يو سرحدي پوليس وژل شوی او يو بل ټپي دی .

دى وايي چې د جګړې په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو هغوى خپل مړي او ټپيان د جګړې له سيمې لېږدولي دي .

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.