خوست ښار (پژواک، ١٢ لړم ٩٥): د خوست ولايت د قلندر ولسوالۍ د محکمې يو قاضي د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د خوست د والي وياند مبازرمحمد ځدراڼ د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د ښار اړوند د بلندمنزلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د قلندر ولسوالۍ د محکمې مسوول قاضي غياث الدين لکڼوال له ښاره خپل کور ته روان و چې په لاره کې دوو نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړې او ځاى پر ځاى يې وژلى دى.
د ځدراڼ په وينا، يو بريدګر نيول شوى او بل يې په تېښته بريالى شو او له نيول شوي تن څخه پلټنې پيل شوې دي.
يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې له نيول شوي تن څخه په لومړنيو پلټنو کې معلومه شوې چې د حقاني له وسله والې ډلې سره تړاو لري.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن