ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې پر کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او سرې وېش پیل شو

خوست کې پر کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او سرې وېش پیل شو

author avatar
3 Nov 2016 - 14:25
خوست کې پر کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او سرې وېش پیل شو
author avatar
3 Nov 2016 - 14:25

خوست ښار (پژواک، ١٣ لړم ٩٥): په خوست کې پر سلګونو کروندګرو د غنمو د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه.

د خوست والي حکم خان حبيبي د لړم په ١٣مه د دې لړۍ د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د دغه ولايت ۱۰۰۰ کروندګرو ته ۵۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۱۷۲ ټنه کيمياوي سره ورکول کېږي.

نوموړي وويل چې له دې څخه هر بزګر ته ۵۰ کيلوګرامه اصلاح شوي غنم او ۱۰۰ کيلوګرامه کيمياوي سره په پنځوس سلنې تخفيف سره په پام کې نيول شوي دي.

حبيبي وايي: ((د دې تر څنګ موږ به يو اندازه نور تخم او سره د کوپراتيفونو د لارې پر بزګرو ووېشو، نو لازمه ده چې بزګران په کوپراتيفونو کې سره راټول شي.))

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د کرنې سکتور د پياوړتيا لپاره به خپلې هلې ځلې نورې هم جدي کړي او له مرکزي دولت څخه به دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وغواړي.

دى وايي: ((زه دغه ګام د کرنې په پياوړتيا کې ډېر مهم ګڼم، په ځانګړي ډول د اصلاح شوو تخمونو برخه کې او ځان ژمن ګڼم چې د کرنې سکتور د لا پياوړتيا لپاره به په مختلفو برخو کې هلې ځلې وکړم.))

په همدې حال کې د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس  انجنير سميع الله نصرت پژواک اژانس ته وويل چې دا اصلاح شوي غنم او کيمياوي سره د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا مرسته شوي دي.

انجنير سميع الله همدارنګه د کرنې د ودې او اسانتيا په برخه کې وويل چې نن د چين هېواد هم له دغه رياست سره د څلورو تراکتورونو مرسته وکړه.

هغه وويل: ((له دغو تراکتورونو څخه به د دغه رياست اړوند کرنيزو ځمکو کار واخيستل شي. هغه ځمکې چې شاړې پرتې دي، د کرنيزو محصولاتو وړ به ورګرځي.))

د دغه ولايت کروندګر بيا وايي چې د نورو کلونو په پرتله ورته سږ کال د غنمو اصلاح شوي تخمونه په مناسب وخت کې ورکول کېږي او هيله ده چې حاصل يې هم ښه وي.

د خوست يو کروندګر پژواک اژانس ته وويل: ((که رښتيا هم ښه تخم وي، نو نتيجه به يې هم ښه وي. تر څنګ يې ښه خبره دا ده چې کيمياوي سره هم ورسره راکوي.))

په عين وخت کې ځيني نور کروندګر بيا وايي چې د غنمو دغه اصلاح شوی تخم او کيمياوي سره بسنه نه کوي؛ ځکه ځمکه يې ډېره ده، خو د مسوولينو په وينا، په يو وخت کې ټولو کروندګرو ته رسيده ګي ستونزمنه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.