کابل (پژواک ١٧ لړم ٩٥): ولسمشر په کابل کې د پانګه والو له بې پروايۍ په انتقاد سره وايي، دغه کسان سربېره پردې چې ګران بيه کورونه لري، دومره همت نه لري چې د خپلو کورونو د مخې سرکونه پاخه کړي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په درېیم ملي ښاري کنفرانس کې، چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شو، ګډون او وینا وکړه.
ولسمشر په دې کنفرانس کې وویل، ښاري سکتور کې زموږ مهمه ستونزه د مشخصې پالیسۍ نشتوالی دی، د ښاري سکتور د ودې لپاره تاسې بهرنیو مرستو ته اړتیا نه لرئ، زموږ ښاري سکتور پخوا په یوې فکرې تشه کې واقع و، په دې یې فکر کاوه، که کوم خارجي راشي او پيسې ورکړي چې بیا کوم تعمیر ورباندې جوړ کړي، ښارونه تعمیر په تعمیر نه، بلکې ښارونه زړه په زړه جوړیږي.
دى وايي: "زه د کابل ښار له معتبرو اوسېدونکو ګیله لرم، زه له هغه چا ګیله نه کوم چې په غرونو کې اوسېږي، ګیله مې له هغو ده چې په وزیراکبر خان، شهرنو، کارته چهار، کارته سه او خیرخانه کې ژوند کوي، ستاسو د هر یو کور سلګونه زره ډالره او د بعضو ميلیونونه ډالره ارزښت لري، دومره توان نه لرئ چې خپل سړکونه پاخه کړئ؟ د خپلو محافظینو په ورځني لګښت مو سړکونه پخېږي، د همدې نظام له برکته مو هر شی ترلاسه کړي، اوس د اسلامي اصولو په اساس اړتیا ده چې زکات او صدقه یې ورکړئ."
ده څرګنده کړه، د هر کار د ترسره کولو لپاره درې مرحلې په پام کې نیول کېږي، تحلیل، پالیسي او تطبیق، له دې پرته امکانات بیځایه لګول کېږي. لومړي قدم کې باید د مشکلاتو په اړه یو واضح درک ولرو او دا ډول درک او تحلیل تر بل هر چا خلک او زموږ مدني ټولنه په ښه توګه وړاندې کولی شي. که د دغو تحلیلونو په اساس پالیسۍ جوړې شي، په عملي کولو کې به یې ستونزې کمې وي.
ده وویل، د تطبیق په مرحله کې زموږ ادارو چې کوم ډول انسجام موندلی دی، د پيسو د لګولو ظرفیت نه لري. د پيسو لګول اسانه دي، خو په شفافه توګه د پيسو د لګولو نشتوالی چې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړای شي، هم خصوصي سکتور ته جدي ستونزې پيدا کوي او هم دولت ته.
هغه زیاته کړه، په دې برخه کې یو ملي بحث ته اړتیا لرو، چې د مصرف ستونزې په اساسي توګه تشخیص او چاره یې وکړو.
غني وویل، د کابل اوسنی ښاري حالت د اندېښنې وړ دی، موږ غواړو چې خلک د بابر د وخت په څېر د کابل په وصف کې شعرونه ووايي، نه د کابل د ستونزو په اړه، زموږ هڅه دا ده چې ۹۰سلنه دولتي ادارې دارالامان ته انتقال کړو، چې د امان الله خان د وخت د تاریخ دا نابشپړ شوی څپرکی بشپړ شي.
ده زیاته کړه، زموږ خلک تر ټولو ډېرې پیسې په جوماتونو لګوي، خو د جوماتونو جوړولو ځانګړی سبک نه لرو چې زموږ د ملي فرهنګ ښودنه وکړي، دغه راز زموږ د ملي او اسلامي فرهنګ د خوندیتوب لپاره په کار ده چې د افغانستان د معمارۍ یو مشخص سبک باید رامنځته شي.
ولسمشر د غونډې له برخوالو هیله وکړه، چې د ښارونو په اړه باید یو تاریخي او فرهنګي بحث رامنځته کړي، داسې بحث چې زموږ د ملي او اسلامي فرهنګ نښې په کې ولیدل شي.
په دې کنفرانس کې د ښار او کور جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د ښاريانو د خوندیتوب په خاطر د ښاري پراختیايي پروګرامونو څخه د ولسمشر د بې درېغه او صمیمانه ملاتړ څخه په مننې وویل، د ښار او کور جوړولو وزارت د دغه ملاتړ او دغه وزارت د کارکوونکو د دوامداره هڅو له امله په دې بریالی شوی دی، چې په تېر یو کال کې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ښاري پراختیا بي سارې پروژې بشپړې او تطبیق کړې.
نوموړي نامتوازنه وده، کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته د زیاتو خلکو راتګ، د ښاري نفوس چټکه وده، د کډوالو راتګ، د خپلسرو ودانیو جوړول، سخته بېوزلي، د کورونو کموالی، د ښاري قوانینو نه رعایت، چاپېریال ساتنې ته نه پاملرنه او د ښاري زېربناوو نشتوالی د افغانستان د ښارونو عمده ستونزې وبللې او زیاته یې کړه، د دغو مواردو له امله نن سبا زموږ ښاري سکتور له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP