کابل (پژواک ١٧ لړم ٩٥): ولسمشر په کابل کې د پانګه والو له بې پروايۍ په انتقاد سره وايي، دغه کسان سربېره پردې چې ګران بيه کورونه لري، دومره همت نه لري چې د خپلو کورونو د مخې سرکونه پاخه کړي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په درېیم ملي ښاري کنفرانس کې، چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شو، ګډون او وینا وکړه.
ولسمشر په دې کنفرانس کې وویل، ښاري سکتور کې زموږ مهمه ستونزه د مشخصې پالیسۍ نشتوالی دی، د ښاري سکتور د ودې لپاره تاسې بهرنیو مرستو ته اړتیا نه لرئ، زموږ ښاري سکتور پخوا په یوې فکرې تشه کې واقع و، په دې یې فکر کاوه، که کوم خارجي راشي او پيسې ورکړي چې بیا کوم تعمیر ورباندې جوړ کړي، ښارونه تعمیر په تعمیر نه، بلکې ښارونه زړه په زړه جوړیږي.
دى وايي: "زه د کابل ښار له معتبرو اوسېدونکو ګیله لرم، زه له هغه چا ګیله نه کوم چې په غرونو کې اوسېږي، ګیله مې له هغو ده چې په وزیراکبر خان، شهرنو، کارته چهار، کارته سه او خیرخانه کې ژوند کوي، ستاسو د هر یو کور سلګونه زره ډالره او د بعضو ميلیونونه ډالره ارزښت لري، دومره توان نه لرئ چې خپل سړکونه پاخه کړئ؟ د خپلو محافظینو په ورځني لګښت مو سړکونه پخېږي، د همدې نظام له برکته مو هر شی ترلاسه کړي، اوس د اسلامي اصولو په اساس اړتیا ده چې زکات او صدقه یې ورکړئ."
ده څرګنده کړه، د هر کار د ترسره کولو لپاره درې مرحلې په پام کې نیول کېږي، تحلیل، پالیسي او تطبیق، له دې پرته امکانات بیځایه لګول کېږي. لومړي قدم کې باید د مشکلاتو په اړه یو واضح درک ولرو او دا ډول درک او تحلیل تر بل هر چا خلک او زموږ مدني ټولنه په ښه توګه وړاندې کولی شي. که د دغو تحلیلونو په اساس پالیسۍ جوړې شي، په عملي کولو کې به یې ستونزې کمې وي.
ده وویل، د تطبیق په مرحله کې زموږ ادارو چې کوم ډول انسجام موندلی دی، د پيسو د لګولو ظرفیت نه لري. د پيسو لګول اسانه دي، خو په شفافه توګه د پيسو د لګولو نشتوالی چې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړای شي، هم خصوصي سکتور ته جدي ستونزې پيدا کوي او هم دولت ته.
هغه زیاته کړه، په دې برخه کې یو ملي بحث ته اړتیا لرو، چې د مصرف ستونزې په اساسي توګه تشخیص او چاره یې وکړو.
غني وویل، د کابل اوسنی ښاري حالت د اندېښنې وړ دی، موږ غواړو چې خلک د بابر د وخت په څېر د کابل په وصف کې شعرونه ووايي، نه د کابل د ستونزو په اړه، زموږ هڅه دا ده چې ۹۰سلنه دولتي ادارې دارالامان ته انتقال کړو، چې د امان الله خان د وخت د تاریخ دا نابشپړ شوی څپرکی بشپړ شي.
ده زیاته کړه، زموږ خلک تر ټولو ډېرې پیسې په جوماتونو لګوي، خو د جوماتونو جوړولو ځانګړی سبک نه لرو چې زموږ د ملي فرهنګ ښودنه وکړي، دغه راز زموږ د ملي او اسلامي فرهنګ د خوندیتوب لپاره په کار ده چې د افغانستان د معمارۍ یو مشخص سبک باید رامنځته شي.
ولسمشر د غونډې له برخوالو هیله وکړه، چې د ښارونو په اړه باید یو تاریخي او فرهنګي بحث رامنځته کړي، داسې بحث چې زموږ د ملي او اسلامي فرهنګ نښې په کې ولیدل شي.
په دې کنفرانس کې د ښار او کور جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د ښاريانو د خوندیتوب په خاطر د ښاري پراختیايي پروګرامونو څخه د ولسمشر د بې درېغه او صمیمانه ملاتړ څخه په مننې وویل، د ښار او کور جوړولو وزارت د دغه ملاتړ او دغه وزارت د کارکوونکو د دوامداره هڅو له امله په دې بریالی شوی دی، چې په تېر یو کال کې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ښاري پراختیا بي سارې پروژې بشپړې او تطبیق کړې.
نوموړي نامتوازنه وده، کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته د زیاتو خلکو راتګ، د ښاري نفوس چټکه وده، د کډوالو راتګ، د خپلسرو ودانیو جوړول، سخته بېوزلي، د کورونو کموالی، د ښاري قوانینو نه رعایت، چاپېریال ساتنې ته نه پاملرنه او د ښاري زېربناوو نشتوالی د افغانستان د ښارونو عمده ستونزې وبللې او زیاته یې کړه، د دغو مواردو له امله نن سبا زموږ ښاري سکتور له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.
ده زياته کړه، د دویم ښاري ملي کنفرانس د ژمنو په اساس، تېر یو کال کې د ښارونو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د ښاري سکتور په مرسته د ښاري پراختیا عالي شورا او د افغانستان د ښارونو اطلس جوړ شوی، غیر پلاني سیمو اوسېدونکو ته د ملکیت سند وېش پیل او د ښاري لومړیتوبونو ملي پروګرام ترتیب شوی، د ښاروالیو، ښار جوړولو او اراضۍ قوانین بشپړ او د ښاري سکتور ادارو سره همغږي رامنځته شوې، د پایتخت زون اداره رامنځته او ملي ولسي تړون پروګرام عملا پيل شوی دی.
هغه په ډاګه کړه، د چین له خوا د ۱۰۰۰۰ ژمنه شویو کورونو د جوړولو مقدماتي کارونه پای ته رسېدلي او ژر به یې د بنسټ ډبره کېږدي، د دې تر څنګ ۱۰۰۰ کورونه د قطر هېواد جوړوي او د هرات او خوست ولایتونو کې هم د کورونو جوړولو پلان ترتیب شوی دی او د لویو ښارونو په ماسټر پلان بیاکتنه روانه ده.
د نوموړي په وينا، د دغو چارو د ترسره کولو لپاره بشري ځواک ته اړتیا ده، چې د ښار جوړولو وزارت د بشري سرچینو په برخه کې ریفورم پای ته رسېدلی او تر ټولو تکړه خلک یې جذب کړي دي.
نادري څرګنده کړه، د درېیم ښاري ملي کنفرانس د ترتیب لپاره له ۳۰۰۰ کسانو څخه نظریات اخيستل شوي او له ولایتونو څخه یې په ټېليفوني او انلاین توګه نظرونه راټول کړي دي.
هغه زیاته کړه، په پام کې لري د ښاري پراختیا او ښاري ستونزو د حل او لا ښې پېژندنې په موخه به بل ځل دې ورته کنفرانسونه د ولایتونو په ښارونو کې جوړ کړي، چې د هغو ولایتونو خلک هم د خپلو ښارونو د ستونزو د حل په خاطر ورسره نظریات شریک او مناسبې حل لارې یې ولټوي.
د مدني ټولنې په استازیتوب رحیم جامي د ښاري ستونزو په اړه درې اساسي ستونزو ته اشاره وکړه، بودجه، عواید او انګېزه.
هغه وویل، له بده مرغه دا مهال په ښاریانو کې د مالکیت احساس او ښاري فرهنګ ډېر کمزوری دی.
ده زیاته کړه، موږ هغه وخت ښاري پروګرامونه کامیابولی شو، چې خلک ښاري فرهنګ ته توجه او د حکومت له پروګرامونو ملاتړ وکړي.
ورپسې محمد عاصم او سمیره الکوزۍ د ښاري خوندیتوب په اړه هغه پرېزنټېشن چې په ګډه یې چمتو کړی وو، د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ، چې په هغه کې د ښاریانو د خوندیتوب پر وړاندې مهم موارد، جنګ، جرایم، ترافیک، روغتیا، کورنۍ ستونزې، د ښځو ځورول او نورو ته اشاره شوې وه.
هغوی وویل، دا مهال په ښارونو کې د جنګونو په پرتله د ککړ چاپېریال د قربانیانو شمېر زیات دی.
همدارنګه د ودانیزو شرکتونو د اتحادیې په استازتوب نعیم یاسین د ودانیزو شرکتونو ستونزې او په اړه یې وړاندیزونه بیان کړل او ورپسې جنرال ایوب د ښاري ستونزو په اړه د خپلو مشاهداتو او په رڼا کې وغږېد.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










