لښکرګاه (پژواک، ۱۷ لړم ۹۵): د هلمند ځيني چارواکي او اوسېدونکي د پوهنې وزير د دغه ولايت د پوهنې په سيستم کې پر سليقوي چلند تورنوي او وايي چې دغه ډول کړنو د پوهنې پر بهير ناوړه اغېزه کړې ده.
دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د لړم په ١٧مه د هلمند د مدنې ټولنو او ولايتي شورا د غړو له لوري جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د هلمند مدنې ټولنې مشر سردار محمد همدرد وويل چې د پوهنې وزير اسدالله بلخي په دغه ولايت کې د پوهنې بهير د خپلو شخصي ګټو ښکار ګرځولى دى.
هغه د بېلګې په توګه وويل: ((په تېر يو کال کې د هلمند د معارف رياست يواځې د مرستيالانو د څوکيو لپاره يې تر اوسه له دېرشو ډېرو کسانو ته مکتوبونه ورکړي دي.))
همدرد وايي چې د همدې بې نظيمو له امله ګڼ شمېر ښوونځي تړل شوي، درسي کيفيت نشته او نورې ادارې چارې هم په ټپه ولاړې دي.
هغه زياته کړه: ((دا معاملې د معارف وزیر په لاره اچولې، غواړي په دغسې حالاتو کې له یوې خوا مادي امکانات په اسانۍ سره په لاس راوړي له بلي خوا د دې سیمو د خلکو اولادونه بې سواده پاتې شي او دغه کار د تعصب له مخې کوي.))
ده ټينګار وکړ چې د پوهنې وزير بايد په دغه شان ملي مسايلو کې د ملي شورا د غړو او نورو کسانو وړانديزونو ته غوږ نه شي.
همدرد ګواښ وکړ که هر څه ژر د پوهنې په بهير کې د دې کډوډيو مخه ونيول شي نو په لاريونونو به لاس پورې کړي.
په ياده غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر هم وويل چې د هلمند د پوهنې رياست اوس سياسي شوى دى او هر ډله کوښښ کوي چې خپل کسان پر دندو وګوماري.
شاکر وايي چې د همدې بې نظيمو او لاسوهنو له امله اوس مهال په هلمند کې له دوو سوو ډېر ښوونځي تړل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((که دا حالات همداسې دوام وکړي نو د هلمنديانو د تباهۍ په معنى ده.))
شاکر د بېلګي په ډول وويل: ((پرون يو کس د پوهنې رياست د مرستيال په توګه مکتوب راووړ، بيا والي رد کړ، نو بيا وزير پر رييس فشار راووړ چې هر څه ژر بل معاون ور معرفي کړي.))
login or register a new account.