منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د پوهنې وزیر له هلمند سره سلیقوي چلند کوي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ لړم ۹۵): د هلمند ځيني چارواکي او اوسېدونکي د پوهنې وزير د دغه ولايت د پوهنې په سيستم کې پر سليقوي چلند تورنوي او وايي چې دغه ډول کړنو د پوهنې پر بهير ناوړه اغېزه کړې ده.

دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د لړم په ١٧مه د هلمند د مدنې ټولنو او ولايتي شورا د غړو له لوري جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د هلمند مدنې ټولنې مشر سردار محمد همدرد وويل چې د پوهنې وزير اسدالله بلخي په دغه ولايت کې د پوهنې بهير د خپلو شخصي ګټو ښکار ګرځولى دى.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((په تېر يو کال کې د هلمند د معارف رياست يواځې د مرستيالانو د څوکيو لپاره يې تر اوسه له دېرشو ډېرو کسانو ته مکتوبونه ورکړي دي.))

همدرد وايي چې د همدې بې نظيمو له امله ګڼ شمېر ښوونځي تړل شوي، درسي کيفيت نشته او نورې ادارې چارې هم په ټپه ولاړې دي.

هغه زياته کړه: ((دا معاملې د معارف وزیر په  لاره اچولې، غواړي په دغسې حالاتو کې له یوې خوا مادي امکانات په اسانۍ سره په لاس راوړي له بلي خوا د دې سیمو د خلکو اولادونه  بې سواده  پاتې شي او دغه کار د تعصب له مخې کوي.))

ده ټينګار وکړ چې د پوهنې وزير بايد په دغه شان ملي مسايلو کې د ملي شورا د غړو او نورو کسانو وړانديزونو ته غوږ نه شي.

همدرد ګواښ وکړ که هر څه ژر د پوهنې په بهير کې د دې کډوډيو مخه ونيول شي نو په لاريونونو به لاس پورې کړي.

په ياده غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر هم وويل چې د هلمند د پوهنې رياست اوس سياسي شوى دى او هر ډله کوښښ کوي چې خپل کسان پر دندو وګوماري.

شاکر وايي چې د همدې بې نظيمو او لاسوهنو له امله اوس مهال په هلمند کې له دوو سوو ډېر ښوونځي تړل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((که دا حالات همداسې دوام وکړي نو د هلمنديانو د تباهۍ په معنى ده.))

شاکر د بېلګي په ډول وويل: ((پرون يو کس د پوهنې رياست د مرستيال په توګه مکتوب راووړ، بيا والي رد کړ، نو بيا وزير پر رييس فشار راووړ چې هر څه ژر بل معاون ور معرفي کړي.))

هغه وايي چې تر دې وروسته به دوى دغه ډول معاملو ته نوره اجازه ورنه کړي.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې د پوهنې په رياست کې وروستيو پرله پسې مکتوبونو د پوهنې پر بهير ناوړه اغېزې کړې دي.

ځواک وايي چې د هلمند والي به ډېر ژر د اړوندې موضوع په اړه له ولسمشر او د پوهنې له وزير سره خبرې وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د پوهنې رياست تدريسي مرستيال سردارمحمد صميم پژواک ته وويل چې يو شمېر تنظيمي مشران او د ملي شورا غړي غواړي چې خپل کسان د اړيکو پر اساس د پوهنې رياست په لوړو پوستو کې وګوماري.

هغه وايي: ((دا لوړ پوستونه پوره تجربه غواړي او په دغه شان مکتوبونو سره زموږ چارې ټکنۍ کېږي.))

ده وويل چې په دې وروستيو کې والي د دغو مکتوبونو مخه نيولې ده خو اوس هم ستونزې شته دي.

د يادو څرګندونو په اړه د پوهنې له وزارت سره اړيکه ټينګه نه شوه.

په هلمند کې دا مهال له ٣٨٥ ښوونځيو د ١٥٣ يې د نا امنيو له امله تړل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه