ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوړپوړى دولتي پلاوى د زابل د یوه خبریال د وژنې پېښه څېړي

لوړپوړى دولتي پلاوى د زابل د یوه خبریال د وژنې پېښه څېړي

author avatar
8 Nov 2016 - 13:41
لوړپوړى دولتي پلاوى د زابل د یوه خبریال د وژنې پېښه څېړي
author avatar
8 Nov 2016 - 13:41

کلات (پژواک، ١٨ لړم٩٥): يو لوړپوړى دولتي پلاوى په زابل کې د ملي راډيو تلويزيون د وژل شوي خبريال د پېښې او د دغه ولايت د امنيتي حالت ارزولو په موخه کلات ښار ته رسېدلى دى.

ناپېژاندو وسله والو د روان لمريز کال د تلې په ٢٥مه ماښام مهال د زابل ولايت د مرکز کلات په رساله سيمه کې د ملي راډيو ټلويزيون پر خبريال يعقوب شرافت ډزې وکړې چې وروسته يې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د رسنيو او ژورنالېستانو بېلابېلو ټولنو او د ملي شورا غړو له حکومت څخه د شرافت د وژلو د پېښې د کره څېړنو غوښتې کړې وي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو لوړپوړى دولتي پلاوى پرون د شرافت د وژلو پېښې او د دغه ولايت د امنيتي حالت ارزولو په موخه کلات ته رسېدلى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه پلاوي د ولسمشرۍ ماڼۍ، کورنيو چارو، دفاع وزارتونو، ملي امنيت، لويې څارنوالۍ او سيمه ييزو ارګانونو استازي شامل دي.

د سيال په وينا، دغه پلاوي پرون په کلات ښار کې د وژل شوي خبريال يعقوب شرافت کور ته ولاړل او د ولسمشرۍ له خوا يې د تسليت مراتب ورته وړاندې کړل او فاتحه يې وکړه.

دغه راز نوموړي وويل چې ياد پلاوي د ولسمشر له خوا شوې نغدي مرسته هم د شرافت د کورنۍ غړو ته وسپارله.

د زابل د والي وياند وايي چې راغلي پلاوي نن سهار يو ځل بيا د شرافت د کورنۍ غړي راغوښتي وو او د هغه د وژنې په اړه يې د کورنۍ د غړو نظر واخيست.

د هغه په وينا، دغه راز پلاوى به د دغه ولايت له نورو اړوندو مسوولينو او ارګانونو څخه د شرافت د وژنې په اړه څېړنې او معلومات کوي.

ګل اسلام سيال دغه راز وويل چې راغلى لوړپوړى پلاوى د دې ولايت امنيتي حالت هم ارزوي او له بېلابېلو ملکي، نظامي چارواکو او د ولايتي شورا له غړو سره به په دې اړه ليدنې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.