Language

عظیمي: راتلونکی کال به د نشه يي توکو پر ضد ستر کپاین ترسره شي

مزارشريف (پژواک، ۱۹ لړم ۹۵): د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسوولين وايي، د شمال زون پنځه ولايتونه چې دوه کاله وړاندې د نشه يي توکو د کر له مخې په صفر درجه کې وو، اوس په کې په لوړه کچه کوکنار کرل شوي دي.

دغه څرګندونې د دغه وزارت وزيرې سلامت عظيمي د لړم په ۱۹مه د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون په کچه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په تړاو غونډه کې وکړې.

نوموړې وويل، راتلونکی کال به د هېواد په کچه د نشه يي توکو د کر او قاچاق پر وړاندې د ستر کمپاین کال وي.

هغې زياته کړه، د نشه يي توکو د کر او قاچاق ستونزه يواځې په افغانستان پورې رالنډه نه، بلکې د نړۍ او د سيمې هېوادونو پورې هم ژور تړاو لري.

د مېرمن عظيمي په وينا، افغانان او افغان دولت په يواځې سر د نشه يي توکو د کر او د قاچاق پر وړاندې د مبارزې مسووليت نه لري، بلکې نړيواله ټولنه هم بايد په دې برخه کې جدي هڅې وکړي.

نوموړې په وروستۍ اونۍ کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو له خوا د نشه يي توکو د کر او قاچاق په تړاو شوې سروې ته اشاره وکړه چې له بده مرغه کچه يې لوړه شوې ده.

هغې وويل: ((له بده مرغه دغه راپور ۱۰ سلنه د نشه يي توکو د کر او ۴۳ سلنه د توليد په برخه کې زياتوالي په ګوته کوي.))

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې په دې څېړنه کې د بلخ، بغلان، سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونو يادونه وکړه چې د تېرو کلونو په پرتله په کې د نشه يي توکو کر ډېر شوی دی.

نوموړې د اندېښنې  وړ وبلله چې دوه کاله وړاندې دغه ولايتونه د نشه يي توکو د کر په برخه کې صفر وو؛ خو اوس په کې په ډېره پيمانه کوکنار کرل شوي دي.

هغه وايي، په راتلونکي کال کې به د نا امنيو تر څنګ د نشه يي توکو د کر زياتوالى به په يادو ولايتونو کې د دولت او خلکو پر وړاندې ستر ګواښ وي.

مېرمن عظيمي د شمال زون د يادو ولايتونو له دولتي او امنيتي چارواکو څخه د نشه يي توکو د کر د کچې په کمښت کې د جدي هڅو غوښتنه وکړه.

نوموړې له خلکو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کال کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په کمپاين کې له دولت سره ملتيا وکړي.

login or register a new account.

Related Topics