منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۵ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عظیمي: راتلونکی کال به د نشه يي توکو پر ضد ستر کپاین ترسره شي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۹ لړم ۹۵): د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسوولين وايي، د شمال زون پنځه ولايتونه چې دوه کاله وړاندې د نشه يي توکو د کر له مخې په صفر درجه کې وو، اوس په کې په لوړه کچه کوکنار کرل شوي دي.

دغه څرګندونې د دغه وزارت وزيرې سلامت عظيمي د لړم په ۱۹مه د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون په کچه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په تړاو غونډه کې وکړې.

نوموړې وويل، راتلونکی کال به د هېواد په کچه د نشه يي توکو د کر او قاچاق پر وړاندې د ستر کمپاین کال وي.

هغې زياته کړه، د نشه يي توکو د کر او قاچاق ستونزه يواځې په افغانستان پورې رالنډه نه، بلکې د نړۍ او د سيمې هېوادونو پورې هم ژور تړاو لري.

د مېرمن عظيمي په وينا، افغانان او افغان دولت په يواځې سر د نشه يي توکو د کر او د قاچاق پر وړاندې د مبارزې مسووليت نه لري، بلکې نړيواله ټولنه هم بايد په دې برخه کې جدي هڅې وکړي.

نوموړې په وروستۍ اونۍ کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو له خوا د نشه يي توکو د کر او قاچاق په تړاو شوې سروې ته اشاره وکړه چې له بده مرغه کچه يې لوړه شوې ده.

هغې وويل: ((له بده مرغه دغه راپور ۱۰ سلنه د نشه يي توکو د کر او ۴۳ سلنه د توليد په برخه کې زياتوالي په ګوته کوي.))

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې په دې څېړنه کې د بلخ، بغلان، سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونو يادونه وکړه چې د تېرو کلونو په پرتله په کې د نشه يي توکو کر ډېر شوی دی.

نوموړې د اندېښنې  وړ وبلله چې دوه کاله وړاندې دغه ولايتونه د نشه يي توکو د کر په برخه کې صفر وو؛ خو اوس په کې په ډېره پيمانه کوکنار کرل شوي دي.

هغه وايي، په راتلونکي کال کې به د نا امنيو تر څنګ د نشه يي توکو د کر زياتوالى به په يادو ولايتونو کې د دولت او خلکو پر وړاندې ستر ګواښ وي.

مېرمن عظيمي د شمال زون د يادو ولايتونو له دولتي او امنيتي چارواکو څخه د نشه يي توکو د کر د کچې په کمښت کې د جدي هڅو غوښتنه وکړه.

نوموړې له خلکو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کال کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په کمپاين کې له دولت سره ملتيا وکړي.

په ولسي جرګه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمېسيون غړي خداداد عرفاني چې په ياده غونډه کې يې برخه لرله، وويل چې د نشه يي توکو د کر د مخنيوي لپاره امنيت تر ټولو عمده مسئله ده.

نوموړي زياته کړه، په هغو سيمو کې چې امنيت وي، د نشه يي توکو د کر مخنيوی په کې اسانه دی؛ خو په نا امنو سيمو کې د دغه کر مخنيوی ستونزمن نه، بلکې ناشونی دی.

په ياده غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال جنرال خليل بختيار وويل، امنيتي مسوولين په يواځې سر د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه پر مخ نه شي وړلی.

نوموړي په افغانستان کې د نشه يي توکو کر او قاچاق خاموشه سونامي یاده کړه او پر وړاندې يې د مبارزې لپاره د ملي اجماع په توګه کار کول اړين وبلل.

هغه وايي، د نشه يي توکو د کر او قاچاق پر وړاندې بايد د دولت هره اداره او د هرې سيمې اوسېدونکي په ګډه په خپلو برخو کې کار وکړي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په تړاو د شمال زون په کچه د ۳۰۳ پامير زون قوماندانۍ د هڅو ستاينه وکړه.

نوموړي زياته کړه، روان کال په شمال زون کې ۱۱۳ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور او۳ ټنه او همدارنګه ۵۵۹کيلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي يې نيول شوي دي

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وزيرې وويل، په افغانستان کې د ياد وزارت د شوې سروې له مخې درې نيم ميليونه کسان پر نشه يي توکو روږدي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست