ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې د جرمونو په تور ١٦ کسان نيول شوي

کاپيسا کې د جرمونو په تور ١٦ کسان نيول شوي

author avatar
9 Nov 2016 - 15:40
کاپيسا کې د جرمونو په تور ١٦ کسان نيول شوي
author avatar
9 Nov 2016 - 15:40

محمود راقي- جلال اباد (پژواک، ١٩ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې پوليسو ١٦ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي، بلخوا په ننګرهار ولايت کې درې وسله وال طالبان وژل شوي.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني  د لړم په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د ولايت مرکز او ځينو ولسواليو کې ١٦ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.

هغه زياته کړه چې په نيول شوو کسانو کې د کورنيو چارو وزارت دوه پوليس هم شامل دي چې په وژنو او نورو جرمونو کې يې لاس درلود.

د نوموړي په وينا، له نيول شوو کسانو څخه يو شمېر مرمۍ، نشه يي توکې غير راجستر شوي سيم کارتونه هم نيول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ اړوند املوکي سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي موظفينو تر منځ نښته شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د دې نښتې په ترڅ کې  درې وسله وال مخالفين وژل شوي او د دوی درې ميله وسلې د امنيتي موظفينو لاسته ورغلي.

د نوموړي په وينا، په وژل شوو وسله والو طالبانو کې مولوي نور ولي، تور او صفي شامل دي.

په دې نښته کې امنيتي مسوولينو او د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

دغه راز خوږياڼي وويل چې لس کلن ماشوم د وسله والو داعشيانو له نظامي مرکز څخه په تېښته بريالی شوى دى.

هغه زياته کړه چې دغه ماشوم د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې پوليسو ته ځان رسولى چې ډېر ژر به يې کورنۍ ته وسپارل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.