محمود راقي- جلال اباد (پژواک، ١٩ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې پوليسو ١٦ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي، بلخوا په ننګرهار ولايت کې درې وسله وال طالبان وژل شوي.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني د لړم په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د ولايت مرکز او ځينو ولسواليو کې ١٦ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.
هغه زياته کړه چې په نيول شوو کسانو کې د کورنيو چارو وزارت دوه پوليس هم شامل دي چې په وژنو او نورو جرمونو کې يې لاس درلود.
د نوموړي په وينا، له نيول شوو کسانو څخه يو شمېر مرمۍ، نشه يي توکې غير راجستر شوي سيم کارتونه هم نيول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ اړوند املوکي سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي موظفينو تر منځ نښته شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د دې نښتې په ترڅ کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او د دوی درې ميله وسلې د امنيتي موظفينو لاسته ورغلي.
د نوموړي په وينا، په وژل شوو وسله والو طالبانو کې مولوي نور ولي، تور او صفي شامل دي.
په دې نښته کې امنيتي مسوولينو او د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
دغه راز خوږياڼي وويل چې لس کلن ماشوم د وسله والو داعشيانو له نظامي مرکز څخه په تېښته بريالی شوى دى.
هغه زياته کړه چې دغه ماشوم د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې پوليسو ته ځان رسولى چې ډېر ژر به يې کورنۍ ته وسپارل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










