کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٥): ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې له لوري د درېيو وزيرانو په ځانګړي ډول د بهرنيو چارو وزير د استيضاح او ګوښه کولو په اړه خپګان څرګند کړى او ويلي يې دي، چې د ولسي جرګې دغه ګام غيرموجه دى.
د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې چې ولسمشر نن ماښام د ولسي جرګې د کميسيونونو له مشرانو او اداري پلاوي سره د درېيو وزيرانو د ګوښه کولو په اړه وګوري.
ولسي جرګې نن د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د کار او ټولنيزو چارو وزيره نسرين اورياخېل او د فوايد عامې وزير محمود بليغ استيضاح او د رايو په اکثريت يې دوى ته د نه باور رايې ورکړې او په دې کار سره ياد وزيران له خپل کار ګوښه کړل شول.
د ولسي جرګې مرستيال عبدالظاهر قدير د يادې ناستې په پيل کې وويل، له ٧٠ سلنې د کمې بوديجې لګول، قانوني سرغړونې او له وړاندې د ورکړل شوو پيسو بيا نه ورکړه چې له دغو وزارتونو سره وې؛ د استيضاح دليلونه دي.
خو د ولسمشر مرستيال وياند پژواک ته وويل، چې ولسمشر د يادو درېيو وزيرانو په ځانګړي ډول د اصلاح الدين رباني استيضاح او ګوښه کول غيرموجه بولي او په دې باور دى، چې د جرګې غړو د يادو وزيرانو د کړنو په اړه معلومات نه درلودل.
مرتضوي څرګنده کړه، ولسمشر هيله لري چې ولسي جرګه د وزيرانو د استيضاح لړۍ وځنډوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP