Language

په مزارشریف کې د المان پر کونسلګرۍ له بریده زیانمن خلک مرسته غواړي

مزارشريف (پژواک، ۲۲ لړم ۹۵): د مزارشريف ښار اوسېدونکي د المان پر کونسلګرۍ د شوي بريد له امله عامو خلکو ته د اوښتو زيانونو له امله د مرستو غوښتنه کوي.

دوی همداراز وايي چې کونسلګرۍ او بهرني دفترونه چې په اټکليزه توګه تر ګواښ لاندې وي، بايد له عامه ځايونو څخه لرې ولېږدول شي.

د بلخ دولتي چارواکي وايي چې د پېښې له امله د اوښتونو زيانونو د څېړلو او کره شمېرو معلومولو لپاره نن دولتي کمېسيون چارې پيل کړې دي.

د لړم په ۲۱مه د شپې شاوخوا ۱۱ بجې په مزارشريف ښار کې د المان پر قونسلګرۍ موټربم بريد وشو چې له امله ۷ کسان ووژل شول او ۱۲۵ ټپيان شول.

د شوې پېښې له امله تر دې دمه د کونسلګرۍ شاوخوا تر دوو کيلومترو پورې سړکونه د خلکو  او موټرو پر مخ بند دي.

د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات وويل چې په وژل شوو کې دوه کسان، د پېښې په سهار د کونسلګرۍ د الماني ځواکونو له خوا د شک پر بنا پر ډزو ويشتل شوي وو.

نوموړي زياته کړه چې شوې پېښه خورا زوروره وه، پر مرګ ژوبلې سربېره يې د قونسلګرۍ شاوخوا تر پنځه کيلومترۍ پورې د کورونو، دولتي ادارو او سوداګريزو ودانيو ته مالي زيان اړولی دی.

د هغه په وينا، لا هم د پېښې په ځای کې د الماني ځواکونو له خوا پلټنې روانې دي چې د ځينو توکو د له منځه وړو لپاره عمليات روان دي.

د پېښې ځای ته په دوه کيلومترۍ کې د دره صوف مزار هوټل مسوول جان اغا پژواک ته وويل چې د پېښې په شپه یې په هوټل کې ۷۰ مسافر درلود.

نوموړي زياته کړه چې له دغو مسافرو يې ډېری د هوټل د شيشو د ماتېدو او نورو اوښتو خرابيو له امله ټپيان شول.

هغه وايي: ((د پېښې له لومړي سهاره تر اوسه د هوټل پر بيا جوړولو اخته يوو؛ خو وس مو ورته نه رسېږي، تر دوه لکه افغانيو پورې تاوان را رسېدلی دی.))

جان اغا وويل چې دولت بايد له هغو ټولو خلکو سره مرسته وکړي چې د پېښې له امله يې کورونو او سوداګريزو ودانيو ته مالي زيان اوښتی دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.