مزارشريف (پژواک، ۲۲ لړم ۹۵): د مزارشريف ښار اوسېدونکي د المان پر کونسلګرۍ د شوي بريد له امله عامو خلکو ته د اوښتو زيانونو له امله د مرستو غوښتنه کوي.
دوی همداراز وايي چې کونسلګرۍ او بهرني دفترونه چې په اټکليزه توګه تر ګواښ لاندې وي، بايد له عامه ځايونو څخه لرې ولېږدول شي.
د بلخ دولتي چارواکي وايي چې د پېښې له امله د اوښتونو زيانونو د څېړلو او کره شمېرو معلومولو لپاره نن دولتي کمېسيون چارې پيل کړې دي.
د لړم په ۲۱مه د شپې شاوخوا ۱۱ بجې په مزارشريف ښار کې د المان پر قونسلګرۍ موټربم بريد وشو چې له امله ۷ کسان ووژل شول او ۱۲۵ ټپيان شول.
د شوې پېښې له امله تر دې دمه د کونسلګرۍ شاوخوا تر دوو کيلومترو پورې سړکونه د خلکو او موټرو پر مخ بند دي.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات وويل چې په وژل شوو کې دوه کسان، د پېښې په سهار د کونسلګرۍ د الماني ځواکونو له خوا د شک پر بنا پر ډزو ويشتل شوي وو.
نوموړي زياته کړه چې شوې پېښه خورا زوروره وه، پر مرګ ژوبلې سربېره يې د قونسلګرۍ شاوخوا تر پنځه کيلومترۍ پورې د کورونو، دولتي ادارو او سوداګريزو ودانيو ته مالي زيان اړولی دی.
د هغه په وينا، لا هم د پېښې په ځای کې د الماني ځواکونو له خوا پلټنې روانې دي چې د ځينو توکو د له منځه وړو لپاره عمليات روان دي.
د پېښې ځای ته په دوه کيلومترۍ کې د دره صوف مزار هوټل مسوول جان اغا پژواک ته وويل چې د پېښې په شپه یې په هوټل کې ۷۰ مسافر درلود.
نوموړي زياته کړه چې له دغو مسافرو يې ډېری د هوټل د شيشو د ماتېدو او نورو اوښتو خرابيو له امله ټپيان شول.
هغه وايي: ((د پېښې له لومړي سهاره تر اوسه د هوټل پر بيا جوړولو اخته يوو؛ خو وس مو ورته نه رسېږي، تر دوه لکه افغانيو پورې تاوان را رسېدلی دی.))
جان اغا وويل چې دولت بايد له هغو ټولو خلکو سره مرسته وکړي چې د پېښې له امله يې کورونو او سوداګريزو ودانيو ته مالي زيان اوښتی دی.
عطاالله، چې پر مخ يې د شيشو د لګېدو ټپونو نښې ښکارېدې، پژواک ته وويل چې کور يې د پېښې ځای ته نږدې دی.
نوموړي زياته کړه چې د کور درې غړي يې د شيشو له امله ټپيان شوي او کور ته يې مالي زيان اوښتی دی.
هغه له دولته د خپل کور د زيانمنو برخو د جوړېدو په تړاو مرسته، خپل حق وګاڼه.
د مزارشريف ښار ځيني اوسېدونکي وايي، هغه دفترونه چې په اټکليز ډول تر ګواښ لاندې وي، په عامه ځايونو کې فعاليت ونه لري.
د ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي او د بلخ پوهنتون محصل سيد عالم پژواک ته وويل چې که د المان پر قونسلګرۍ د بريد له امله ځکه عامو خلکو ته زيان واوښت چې موقعيت يې په عامه ځای کې و.
نوموړي زياته کړه چې افغانستان بايد له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري، دلته بايد قونسګرۍ فعاليت وکړي؛ خو د ورته پېښو د اټکليزې شونتيا پر مهال بايد عام خلک زيان ونه ويني.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د پېښې له امله عامو خلکو او دولتي ادارو ته د اوښتو زيانونو پخلی وکړ.
نوموړي پژواک ته وويل چې سر له ننه لوړپوړو دولتي چارواکو د پېښې له امله د اوښتو زيانونو د کره شمېرې معلومولو لپاره څېړنې پيل کړې دي.
هغه وايي چې د عامو خلکو د کورونو او سوداګريزو ودانۍ تر څنګ د بلخ ولايت مقام په ګډون ځينو دولتي رياستونو ودانۍ هم مالي زيان ليدلی دی.
فرهاد وويل چې د کره شمېرو له معلومېدو وروسته له مرکزي دولت سره د راپور په بڼه د کمېسيون د چارو پايله شريکه شي چې هغوی به وروستي تصميم ونيسي.
نوموړي په عامه ځايونو کې د قونسلګريو د شتون او پرې د چادونو او بريد له امله عامو خلکو ته زيان رسېدو په تړاو خپګان څرګند کړه؛ خو زياته يې کړه چې په دې تړاو دوی نه، بلکې د بهرنيو چارو وزارت او جمهوري رياست تصميم نيولی شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










