Language

پل علم کې درې زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي

پل علم (پژواک، ٢٦ لړم ٩٥): د لوګر په مرکز پل علم کې د ٦٥ ميليونه افغانيو په لګښت درې زره کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي.

د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د يادې پروژې د جوړېدو د بنسټ ډبره پرون کېښودل شوه.

په يادو مراسمو کې د لوګر والي محمدحليم فدايي وويل چې دغه پروژه به د يو کال په موده کې بشپړه شي او لګښت يې هم د ښار جوړونې وزارت له لوري ورکول کېږي.

فدايي وايي: ((په دې پروژه ٦٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او درې زره کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.))

د فدايي د معلوماتو له مخې، دغه پروژه به درې ژورې څاګانې، يو لوى جنراتور، دوه د اوبو پمپونه او يوه لويه ذخيره ولري چې د ١٢زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا به ولري.

په دغو مراسمو کې د لوګر د ولايتي شورا غړي سيد قريب الله سادات پژواک ته وويل: ((اوبه او برق ډېر مهم دي او دا ډېر ښه کار وشو چې د اوبو دغه پروژه دلته عملي کېږي.))

دغه راز د اجمل په نوم د پل علم ښار اوسېدونکي پژواک ته وويل چې اوسمهال د دغه ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

هغه وايي: ((تر اوسه په پل علم کې څوک په کور کې نل نه لري ځينو کسانو بمبې جوړې کړې خو ځيني نور بيا له پخوانيو څاګانو استفاده کوي.))

لوګر د پلازمېنې کابل سوېل ته په ٣٥ کيلومترۍ کې پروت ولايت دى چې ځيني سيمې نا امنه هم دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.