Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې لسګونه ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

مهترلام (پژواک، ٢٦ لړم ٩٥): د لغمان ولايت امنيتي ارګانونو ٣٣ ميله سپکې او درنې وسلې ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي ډاياک ته د وسلو د سپارلو په مراسمو کې وويل چې په دغو وسلو کې ۸ کلاشينکوفونه، ۲۰ تومانچې، يو میل راکټ، ۹ ميله پخوانۍ وسلې او ۱۳۵۰ بېلابېل مهمات او مرمۍ شامل دي.

هغه زياته کړه چې دا وسلې او مهمات د ملي اردو او ملي پوليسو له خوا د دغه ولايت په ځینو سيمو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

نعيمي د دې ډول وسلو نيول او ډاياک پروګرام ته سپارل د سولې بهير د چټکوالي او د امنيت په ټینګښت کې مهم وبلل او په دې برخه کې يې د امنیتي ځواکونو له هڅو او قربانیو د ستاینې تر څنګ ټولو امنیتي ادارو ته دنده وسپارله چې د ناقانونه وسله والو مخه ونیسي.

په دغه ولايت کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريد جنرال نورالله قادري او امنيه قوماندان مطيع الله صافي وويل، دوى هڅې کوي چې د لغمان په مرکز او ولسواليو کې عامه نظم تامين او د مخالفينو د شومو کړنو مخنيوي وکړي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې هم تر دې مخکې لسګونه ميله وسلې ډاياګ ته سپارل شوې، خو کره شمېر يې ونه ښود. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.