کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٥): په خوست ولايت کې د کرکټ جوړ شوي نړيوال لوبغالي د نور پراخېدو تړون لاسليک شو.
پر دغه تړون د لړم په ٢٧مه، د افغانستان کرکټ بورډ مرستيال حاجي عزيز الله فضلي او د فيضي مجددي ودانيز شرکت مشر حاجي عبدالواسع صالحي لاسليک وکړ.
عزيزالله فضلي وويل چې د خوست په لوبغالي کې د ډېرو نندارچيانو د ځايېدلو په موخه يې دغه تړون لاسليک کړى، چې د نوې پروژې له بشپړېدو سره به په ياد لوبغالي کې پنځه زره نور نندارچيانو ته د کښېناستو ځاى پيدا شي.
هغه زياته کړه چې پر دې پروژې ٢١ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د کرکټ بورډ له بوديجې څخه ورکول کېږي او چارې به يې په راتلونکو اتو مياشتو کې بشپړې شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د اجراييوي رياست مرستيال دوست محمد نظري وويل چې د خوست په لوبغالي کې د نندارچيانو لپاره پخوا د لسو زرو کسانو د ناستې ځای و، خو ددغه ولايت د کرکټ مينه وال زيات و او په کې نه ځايېدل.
هغه زياته کړې چې د خوست کرکټ لوبغالي کې د بيارغونې نوې پروژې له بشپړېدو سره به هلته ١٥ زره نندارچيان د لوبې ننداره وکولى شي.
د فيضي مجددي ودانيز شرکت رييس حاجي عبدالواسع صالحي وويل چې شرکت به يې د نندارچيانو لپاره د ناستې معياري ځاىونه جوړ کړي.
د يادونې ده چې د خوست کرکټ لوبغالى په دې وروستيو کې نوى جوړ شوى، چې په کې د لوبغاړو او اداري کاکوونکو د ناستې او اوسېدو دوه پوړيزه ودانۍ (پويلين) چمن، د اوبو سيستم او د اکاډمۍ تر څنګ نورې اسانتياوې هم لري.
ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې دغه لوبغالى په رسمي توګه پرانېستل شي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP