Language

پکتیکا کې سږ کال نږدې ۴۹۰ پروژې پلې شوې دي

ښرنه (پژواک، ٢٩ لړم ٩٥): د پکتيکا چارواکي وايي چې په روان کال کې يې نږدې پنځه سوه پروژې پلې کړې چې زرګونه کسان ترې ګټه پورته کوي خو په ځينو سيمو کې د نا امنۍ له امله پروژې نه دي پلې شوې.

دغه څرګندونې د پکتيکا د کليو او پراختيا رييس نجيب الله جاهد د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

جاهد وويل چې د روان کال په اوږدو کې تر اوسه ٤٩٠ پروژې پلې شوې چې نږدې پنځوس زره کسان ترې ګټه پورته کوي.

د هغه په وينا، په دې پروژه څه باندې ٣١٠ ميليونه افغانۍ لګښت شوى چې د وزارت له پراختيايي بوديجي څخه ورکړل شوی دی.

دى وايي چې دغه پروژې د مرکز ښرنې تر څنګ په زرغون ښار، جاني خېل، مټاخان، سرروضې، اورګون، سروبې، يحيي خېل او يوسف خېلو ولسواليو کې پلې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((په ځينو ولسواليو کې لکه تروې، وړممۍ، وازېخوا او ځينو نورو کې د امنيتي مشکلاتو له امله موږ نه شو کولاى چې پروژې عملي کړو.))

د هغه په خبره چې په کليو کې د پروژو د تطبيق لپاره لومړی د کليوالي شوراګانو له لوري ورته پروژه په نښه کېږي او له هغه وروسته د کليو پراختيا رياست له لوري عملي کېږي.

د جاهد د معلوماتو له مخې، په يادو پروژو کې سړکونه، سربندونه، پلونه، د څښاک اوبو څاګانې، اسنادي دېوالونه، د ويالو او کارېزونو پاکول، د لوبو ډګرونه او د اوبو زېرمې شاملې دي.

د هغه په خبره، دا پروژې د نورو پروژو په پرتله ښې بشپړې شوي؛ ځکه ولسونه يې پيسې په خپله لګوي او خپله ورڅخه څارنه کوي.

ده وويل چې د يادو پروژو د پلې کولو پر مهال شاوخوا شلو زرو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د جاهد په اند دغه شان پروژې د خلکو او دولت تر منځ واټن له منځه وړي او ځوانان هم له بدو کارونو څخه ژغوري.

په پکتيکا کې د سواد مدنې ټولنې مشر محمدالله همتيار پژواک ته وويل چې په روان کال کې په بېلابېلو سيمو کې د ملي پيوستون له لوري ګڼې پروژې پلې شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.