منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتیکا کې سږ کال نږدې ۴۹۰ پروژې پلې شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

ښرنه (پژواک، ٢٩ لړم ٩٥): د پکتيکا چارواکي وايي چې په روان کال کې يې نږدې پنځه سوه پروژې پلې کړې چې زرګونه کسان ترې ګټه پورته کوي خو په ځينو سيمو کې د نا امنۍ له امله پروژې نه دي پلې شوې.

دغه څرګندونې د پکتيکا د کليو او پراختيا رييس نجيب الله جاهد د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

جاهد وويل چې د روان کال په اوږدو کې تر اوسه ٤٩٠ پروژې پلې شوې چې نږدې پنځوس زره کسان ترې ګټه پورته کوي.

د هغه په وينا، په دې پروژه څه باندې ٣١٠ ميليونه افغانۍ لګښت شوى چې د وزارت له پراختيايي بوديجي څخه ورکړل شوی دی.

دى وايي چې دغه پروژې د مرکز ښرنې تر څنګ په زرغون ښار، جاني خېل، مټاخان، سرروضې، اورګون، سروبې، يحيي خېل او يوسف خېلو ولسواليو کې پلې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((په ځينو ولسواليو کې لکه تروې، وړممۍ، وازېخوا او ځينو نورو کې د امنيتي مشکلاتو له امله موږ نه شو کولاى چې پروژې عملي کړو.))

د هغه په خبره چې په کليو کې د پروژو د تطبيق لپاره لومړی د کليوالي شوراګانو له لوري ورته پروژه په نښه کېږي او له هغه وروسته د کليو پراختيا رياست له لوري عملي کېږي.

د جاهد د معلوماتو له مخې، په يادو پروژو کې سړکونه، سربندونه، پلونه، د څښاک اوبو څاګانې، اسنادي دېوالونه، د ويالو او کارېزونو پاکول، د لوبو ډګرونه او د اوبو زېرمې شاملې دي.

د هغه په خبره، دا پروژې د نورو پروژو په پرتله ښې بشپړې شوي؛ ځکه ولسونه يې پيسې په خپله لګوي او خپله ورڅخه څارنه کوي.

ده وويل چې د يادو پروژو د پلې کولو پر مهال شاوخوا شلو زرو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د جاهد په اند دغه شان پروژې د خلکو او دولت تر منځ واټن له منځه وړي او ځوانان هم له بدو کارونو څخه ژغوري.

په پکتيکا کې د سواد مدنې ټولنې مشر محمدالله همتيار پژواک ته وويل چې په روان کال کې په بېلابېلو سيمو کې د ملي پيوستون له لوري ګڼې پروژې پلې شوې دي.

ده وويل چې د يادو پروژو د پلې  کېدو پر مهال ګڼو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابر شوې ده.

خو همتيار وايي: ((ډېرى وخت داسې کېږي چې له کابل نه پيسې منظورې شي خو دلته بيا په پروژو نه لګول کېږي؛ ځکه چې ظرفيتونه ټيټ دي.))

ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې منظورې شوې ټولې پيسې، پر وخت او پر خپل ځاى ولګوي.

د پکتيکا د خير کوټ ولسوالۍ د سې دانې سيمې اوسېدونکي ادم خان کټوازي پژواک ته وويل: ((موږ هم سږ کال د پروژو له تطبيق نه خوښ يو؛ ځکه موږ په کلي کې د څښاک پاکې اوبه نه درلودې خو اوس يې لرو.))

ده وويل چې دغه ډول پروژې بايد جارې وساتل شي تر څو ځوانانو ته په کې د کار کولو زمينه هم برابره شي.

پکتيکا د افغانستان له سرحدي او نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه