پل علم (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۵): د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې يې په ولسوالۍ کې ګرځنده ټيلېفونونه کار نه کوي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
د څرخ د ګرم ابه يوه اوسېدونکي سيد اجمل وايي، ټيلېفونونه د اړيکو نيولو اسانه او ښه وسيله ده خو اوس د ولسوالۍ خلک له نورو سيمو سره اړيکې نه شي نيولى.
د نوموړي په وينا، وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز لګولى دى چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.
د څرخ ولسوالۍ د شش کلا اوسېدونکي مير پاچا له پژواک سره په خبرو کی په خپله ولسوالۍ کې پر ټيلېفوني شبکو د بندیز له امله شکايت وکړ او ويې ويل چې د نا امنيو تر څنګ اوس له بلې ستونزې سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((د ولايت په مرکز پل علم کې مې له چا سره کار و، پخوا مې ټيلېفوني اړيکې نيولې، خو اوس له سختو امنيتي ستونزونو سره سره په خپله ښار ته راغلى يم.))
د نوموړي په وينا، پخوا په پنځو شپږو افغانيو اړيکو نيولو سره ستونزه هوارېده، خو اوس يې ١٥٠ افغانۍ په کرايه مصرف شوې دی.
د څرخ ولسوالۍ قومي مشر حاجي عزيزالله وايي چې د دې ولسوالۍ امنيت ښه نه دى او په لاره کې خلکو ته ډېرې ستونزې پيدا کېږي.
هغه وايي، اوس چې مخابراتي شبکو فعاليتونه بند کړي، نو خلک اړ شوي چې د خپلو کارونو لپاره د ولايت مرکز او يا هم کابل او نورو سيمو ته ولاړ شي.
د نوموړي په وينا، خلک له سختو امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او حکومت بايد دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو له حکومته وغوښتل چې دا ستونزه ورته ژر تر ژره هواره کړي؛ ځکه چې خلک له امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
د څرخ ولسوال محمدحنيف حنيفي پژواک ته دا ومنله چی په څرخ کې دمګړۍ ټيلېفوني شبکې بندې دي او فعاليت نه کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو په څرخ ولسوالۍ کې پر ټولو مخابراتي شبکو بنديز لګولى او ولسي خلک يې له ستونزو سره مخ کړي خو دوی هڅه کوي چې دغه ستونز د قومي مشرانو له لارې حل کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP