پل علم (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۵): د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې يې په ولسوالۍ کې ګرځنده ټيلېفونونه کار نه کوي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
د څرخ د ګرم ابه يوه اوسېدونکي سيد اجمل وايي، ټيلېفونونه د اړيکو نيولو اسانه او ښه وسيله ده خو اوس د ولسوالۍ خلک له نورو سيمو سره اړيکې نه شي نيولى.
د نوموړي په وينا، وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز لګولى دى چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.
د څرخ ولسوالۍ د شش کلا اوسېدونکي مير پاچا له پژواک سره په خبرو کی په خپله ولسوالۍ کې پر ټيلېفوني شبکو د بندیز له امله شکايت وکړ او ويې ويل چې د نا امنيو تر څنګ اوس له بلې ستونزې سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((د ولايت په مرکز پل علم کې مې له چا سره کار و، پخوا مې ټيلېفوني اړيکې نيولې، خو اوس له سختو امنيتي ستونزونو سره سره په خپله ښار ته راغلى يم.))
د نوموړي په وينا، پخوا په پنځو شپږو افغانيو اړيکو نيولو سره ستونزه هوارېده، خو اوس يې ١٥٠ افغانۍ په کرايه مصرف شوې دی.
د څرخ ولسوالۍ قومي مشر حاجي عزيزالله وايي چې د دې ولسوالۍ امنيت ښه نه دى او په لاره کې خلکو ته ډېرې ستونزې پيدا کېږي.
هغه وايي، اوس چې مخابراتي شبکو فعاليتونه بند کړي، نو خلک اړ شوي چې د خپلو کارونو لپاره د ولايت مرکز او يا هم کابل او نورو سيمو ته ولاړ شي.
د نوموړي په وينا، خلک له سختو امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او حکومت بايد دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو له حکومته وغوښتل چې دا ستونزه ورته ژر تر ژره هواره کړي؛ ځکه چې خلک له امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
د څرخ ولسوال محمدحنيف حنيفي پژواک ته دا ومنله چی په څرخ کې دمګړۍ ټيلېفوني شبکې بندې دي او فعاليت نه کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو په څرخ ولسوالۍ کې پر ټولو مخابراتي شبکو بنديز لګولى او ولسي خلک يې له ستونزو سره مخ کړي خو دوی هڅه کوي چې دغه ستونز د قومي مشرانو له لارې حل کړي.
د ولسوال په وينا، قومي جرګې دوه ځلې د سيمه ييزو طالبانو له مشرانو سره خبرې کړې، خو هغوی ورته ويلي تر هغه چې په څرخ کې شته مخابراتي شبکې طالبانو ته د خپل فعاليت په بدل کې ماليه ورنه کړي، یادو شرکتونو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي.
ولسوال وايي، وسله وال طالبان په دې کار سره د حکومت پر ځای له ولس سره دښمني او ظلم کوي ځکه چې له ټيلېفون څخه تر ټولو ډېره ګټه ولس اخلي نه حکومت.
حنيفي هم له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره مخابراتي شرکتونو ته د فعاليت اجازه ورکړي.
د لوګر د مخابراتو رييس انجنير عبدالرحمن ناصري هم تاييدوي چې په څرخ ولسوالۍ کې ټيلېفوني شبکو فعاليت درولى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې طالبانو دغه کار کړى او که شرکتونه يې خبره ونه مني، بيا ورته ستونزې جوړوي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه په لوګر ولايت کې د مخابراتي شرکتونو له مسوولينو سره خبرې وکړي، خو له هغوى سره اړيکه ونه نيول شوه
خو د مخابراتو وزارت سرچينې تر دې مخکې پژواک اژانس ته ويلي وو چې د يوه تړون له مخې دوى نه شي کولى چې په نا امنو سيمو کې پر مخابراتي شرکتونو د فعاليت کولو فشار راوړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
څرخ د لوګر ولايت مرکز پل علم سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې سلام، روشن او اېم ټي اېن مخابراتي شبکې په کې فعالې دي، خو له تېرو څو کلونو راهيسې دغه شبکې د وسله والو طالبانو په امر خپل فعاليتونه د سهار له اتو بجو څخه د مازديګر تر څلورو پورې فعاله ساتي او وروسته له هغې کار نه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










