ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مومند: د پاکستان د وروستيو ناسمو تګلارو له امله د افغانانو کرکه زياته شوې

مومند: د پاکستان د وروستيو ناسمو تګلارو له امله د افغانانو کرکه زياته شوې

author avatar
23 Nov 2016 - 15:27
مومند: د پاکستان د وروستيو ناسمو تګلارو له امله د افغانانو کرکه زياته شوې
author avatar
23 Nov 2016 - 15:27

اسلام اباد (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٥): په کابل کې د پاکستان يو پخوانى سفير  د افغانستان په اړه د خپل هېواد پر وروستيو پاليسو سختې نيوکې  کوي او زياتوي له دې سره د افغانانو کرکه نوره هم زياتېږي.

رستم شاه مومند دغه څرګندونې پرون په اسلام اباد کې د کاناډايۍ نړيوالې موسسې پګواش له خوا د افغانستان او پاکستان د اړيکو د ښه کولو په موخه جوړ شوي يوه ورځني کنفرانس ته په خپله وينا کې کړې دي.

په دې کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان ځينو سياسيونو، د ملي شورا غړو، قومي مشرانو، د سياسي چارو شنونکو او د مدني ټولنې غړو برخه اخيستې وه.

په کابل کې د پاکستان پخوانى سفير او د سياسي چارو کارپوه رستم شاه مومند د افغانستان په اړه د خپل هېواد پر  وروستيو ځينو پاليسو سختې نيوکې وکړې.

هغه زياته کړه، له افغانستان سره د سوداګرۍ په اړه تګلاره سمه نه ده، پر تورخم محدوديتونه وضع کول او ويزه حتمي کول هم تېروتنه وه.

د ده په خبره، همدا اوس زرګونه افغانان په بېلابېلو زندانونو کې بنديان دي، چې بايد ژر خلاص کړل شي.

دغه راز هغه غوښتنه وکړه چې افغان ناروغانو ته دې له ويزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

ده زياته کړه: ((د همدغو ستونزو له امله د پاکستان پر وړاندې د افغانانو نفرت او کرکه زياته شوې ده.))

په کابل کې د پاکستان پخواني سفير دغه راز وويل، افغانستان يو خپلواک هېواد دى او کولى شي د هندوستان په ګډون له هر هېواد سره خپلواکې اړيکې ولري، خو په ‌ډاګه يې کړه چې دا اړيکې بايد د پاکستان پر ضد نه وي.

د هغه په وينا، دا غوښتنه چې افغانستان دې له هندوستان سره اړيکې نه پياوړې کوي، له منطق څخه لرې خبره ده‌.

رستم شاه مومند دغه راز غوښتنه وکړه چې پاکستان دې د خپلې خاورې له لارې افغانستان او هندوستان ته د سوداګرۍ اجازه ورکړي.

دى وايي، دې کار سره به له يوې خوا په افغانستان کې د پاکستان په اړه مثبت فکر پيدا شي او له بلې خوا به په پاکستان کې ګڼ شمېر خلکو ته د کار روزګار زمينه برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.