کندوز (پژواک ٦ ليندۍ ٩٥): د کندوز امنيتي بنسټونه په دغه ولايت کې له ترينګلي امنيتي حالت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي، سږ کال يواځې په کندوز ښار کې له ٥٠٠ زيات کسان وژل شوي او له ١٢٠٠ زيات نور ټپيان شوي، چې امنيتي بنسټونه بيا دا شمېرې بې بنسټه بولي.
د مدني بنستونو د مشارکت شبکې مشر عنايت الله خليق چې نن يې په خبري ناسته کې خبرې کولې، د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو غاړو وغوښتل، څو په خپلو جګړو کې بشردوستانه موازين رعايت کړي او د ملکيانو له وژنې ډډه وکړي.
هغه زياته کړه: "په يوه کال کې په دوو جګړو کې چې له امله د دغه ولايت مرکز د وسله والو مخالفينو لاسونو ته پرېوت، يواځې د کندوز په ښار کې له ٥٠٠ زيات کسان وژل شوي او له ١٢٠٠ زيات نور ټپيان شوي، چې دغه شمېرې بوږنوونکې دي."
د کندوز يوې مدني فعالې ليدا شېرزاد وويل، د کندوز ښار د امنيتي وضعيت په اړه لا هم اندېښنې شته او لا هم وسله وال مخالفين د ښار د دروازو تر شا دي.
هغې زياته کړه: "هغه مرګ ژوبله چې شمېرې يې وويل شوې، موږ ته بوږنوونکې دي، لوړپوړي چارواکي څو ځلې کندوز ته راغلي او له خلکو سره يې ژمنې کړې، خو تر اوسه پورې يې عمل نه دى پرې کړى."
يادو مدني فعالانو وويل، د کندوز د اوسني وضعيت زغمل سخت دي او بايد جدي لاسرسى ورته وشي.
د کندوز د ولايتي شورا مشر امرالدين ولي هم په دغه ولايت کې د وروستيو نښتو او مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له دولت يې غوښتنه وکړه، چې د کندوز د اوسېدونکو د امنيت په ټينګښت کې له جديت کار واخلي.
هغه زياته کړه: "دولت بايد په دغه فصل کې ژمني عمليات ترسره کړي، څو له يوه لوري ملکي مرګ ژوبله کمه وي او هم امنيتي وضعيت ښه شي، که چېرې ورته پام ونه شي، نو وضعيت به لا پسې خرابه شي."
بلخوا د ٨٠ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شېرعزيز کامه وال پژواک ته وويل، د مدني بنسټونو له لوري وړاندې شوې شمېرې په پوره توګه بې بنسټه دي.
هغه زياته کړه، د کندوز ښار امنيتي وضعيت ښه دى او امنيتي ځواکونه به ډېر ژر د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه خپل ژمني عمليات پيل کړي.
login or register a new account.