خوست ښار (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٥): د افغانستان تازه او وچه مېوه د نړۍ په کچه کمسارې بلل شوې، خو د خوست د سوداګرۍ خونه وايي چې وچې مېوې د مناسب مارکېټ نشتوالي له امله په ناچيزه بيه له لاسه وځي.
د جلغوزيو د سوداګرو په وينا، سږ کال د افغانستان د جلغوزيو قيمت په بې ساري ډول لوړ شوی. يواځې د خوست له مارکېټ څخه د ۷۷ ميليونو امريکايي ډالرو جلغوزي پاکستان ته صادر شوي دي.
د رسمي ارقامو له مخې، تېر کلونه له لويې پکتيا څخه تقريباً ۱۰زره ټنه جلغوزي پاکستان او بيا نورې نړۍ ته صادرېدل، مګر تېر ژمي کې د کمو ورښتونو له امله سږ کال يې حاصل سم نيمايي راکم شوی و.
د خوست اوسېدونکی رحمت ګل: ((لکه څه ډول چې انسان اوبو ته اړتيا لري، همداسې يې ونې هم ورته اړتیا لري. کوم کال چې څومره ډېر باران او واوره پرې و ورېږي، نو هماغه کال يې حاصل ډېر وي.))
سږ کال د خوست له مارکېټه څه باندې ۳۵۰۰ ټنه جلغوزي پاکستان ته صادر شوي. په اوسط ډول يو ټن جلغوزي په ۲۲ زره امريکايي ډالر پلورل شوي چې مجموعي عوايد يې ۷۷ ميليونه ډالر کېږي.
دا جلغوزي پاکستان کې تر بسته بندۍ وروسته د هغه هېواد په نوم نورې نړۍ ته ځي، خو سوداګر جان محمد وايي، که دوی يې د پروسس لپاره ټول امکانات ولري، عوايد يې نور هم زياتېږي.
د جلغوزيو سوداګر جان محمد زياته کړه: ((که په افغانستان کې ورته نړيوال مارکېټ جوړ شي، عوايد به يې دوه چنده زيات شي، ځکه دلته به مزدور او پنډ خپل خلک وي، تله به مو خپله وي، دوکان به مو خپل وي. ټوله ګټه افغانستان ته راځي.))
د سوېل ختيځو ولايتونو د ځنګلونو جلغوزي ځکه هر کال خوست ته راوړل کېږي چې هوا يې نسبتاً توده ده، کله چې د جلغوزيوغوټې د لمر په وسيله ښې وچې شي، نو د دانو سپېړل يې اسانېږي.
د مني په موسم کې بې وزلو ښځو او ماشومانو ته هم دا موقع په لاس ورځي چې د ژمي لپاره د سون مواد برابر کړي. جلغوزي يې خپل څښتن ته پرېږدي او تشې غوټې له ځان سره کور ته وړي.
د جلغوزيو سوداګررفيع الله پژواک ته وويل: ((جلغوزي له دې ځايه باروو، د پکتيکا د ارګون له لارې واڼه او بيا د پاکستان لاهور ته یې رسوو. له هغه ځای څخه يې پاکستاني او چينايي سوداګر د ګېلګېټ له لارې چين هېواد ته وړي.))
د څېړونکو له نظره، که له افغانستان څخه نورې نړۍ ته ټول صادرات قانوني شي، نه يواځې سوداګري پراختيا مومي، بلکې د افغان دولت د اقتصاد پر پياوړتيا هم مستقيم مثبت تاثير لري.
د خوست د سوداګرۍ خونې رييس نواب اميرزی وايي، څو پورې چې دولت پر خصوصي سکتور باندې کنټرول ونه لري او د قانون په چوکاټ کې ورسره چلند ونه کړي، دا ستونزه نه هوارېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP